د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د ملي اردو د عسکرو د معاشونو غلا


دا راز لومړی ځل هغه مهال رابرسېره شو چې د ملي اردو 14 تنه منسوبان په دې غلا تورن شول او څرګنده شوه چې دوی 22 زره ډالر اختلاس کړي وو.
دا راز لومړی ځل هغه مهال رابرسېره شو چې د ملي اردو 14 تنه منسوبان په دې غلا تورن شول او څرګنده شوه چې دوی 22 زره ډالر اختلاس کړي وو.
د ملي اردو په دې قطعه کې د سرتېرو د تنخواګانو غلا آسانه وه، داسې چې دریو تنو مسوولو منصبدارانو به د محاسبې په پاڼو کې یو څو نومونه او ارقام بدل رابدل کړل او په دې توګه به یې د سرتېرو تنخواګانې خپلو بانکي حسابونو ته انتقالولې.

د اختلاس پر دې جریان ډېره موده څوک نه و خبر او منصبدارانو به پر دنده د حاضرو سرتېرو تنخواګانې، کله ناکله بخششي معاشونه او د فراري سرتېرو معاشونه خپلو بانکي حسابونو حسابونو ته انتقالول.

دا راز لومړی ځل هغه مهال رابرسېره شو چې د ملي اردو 14 تنه منسوبان په دې غلا تورن شول او څرګنده شوه چې دوی 22 زره ډالر اختلاس کړي وو.

تورن کسان په اپرېل میاشت کې د محکمې له خوا مجرم وپېژندل شول او د دې دسیسې درې اصلي طراحان له دوو تر دریو کلونو پورې په بند محکوم شول خو دوی غواړي چې استیناف محکمې ته مراجعه وکړي.

افغان پوځي چارواکو او د دوی امریکايي سلاکارانو د دې محکمې هرکلی وکړ او ویې ویل، دا ثابتوي چې په ملي اردو کې د ناسمو کارونو مخنیوي کېږي. د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي وویل، دی له دې پېښې خواشینې دی خو خوښ دی چې غله محاکمه شوي دي. دی زیاتوي، دا به د نورو لپاره هم د عبرت درس وي او پوه به شي چې څوک غلا کوي نو پایله به یې په محکمه وي. عظیمي وویل، مهمه دا ده چې اختلاس کوونکي وموندل شول او جزا ورکړل شوه.

اسوشېټېډپریس آژانس لیکي، په دې قضیه کې که پوځي څارنوال بریدمن عبدالوکیل د مرګ ګواښونو ته خپل ټټر نه وای سپر کړی او د خپلو آمرانو غوسه یې پرځان نه وای منلې، ښايي دا قضیه هېڅ کله هم نه وای کشف شوې او دا اختلاس به تراوسه هم روان وای.

نوموړی لومړی ځل هغه مهال شکمن شو چې د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې یوه مخبر په مزارشریف کې د کومانډو په پنځم کنډک کې د سرتېرو د تنخواګانو د ورکېدو په اړه ده ته خبر ورکړ.

دی وايي، کله چې ده خپل شک خپل مافوق آمر ډګرمن محمدبصیر ته بیان کړ، هغه غوږ ورته ونه نیو او ویې ویل چې هېڅ ستونزه هم نشته، ځکه د بصیر په وینا دوی د اختلاس د مخنیوي لپاره اغېزمن سیسټم لري چې عملاً فعال دی. خو ډګرمن وکیل خپلو څېړنو ته دوام ورکړ او چې د معاشونو جدولونه یې وکتل داسې ورته معلومه شوه چې ګنې له دې کنډک څخه هېڅ سرتېری نه و تښتېدلی. په داسې حال کې چې حقیقت داسې نه و. نوموړي دا ټولې پاڼې خپلو مافوق آمرانو ته وښودلې او څو میاشتې وخت یې ونیو څو چې ده خپل تحقیق بشپړ کړ او د ورکو پیسو درک یې ولګاوه، خو په دې ترڅ کې یې سخته کړاوونه هم وګالل.

اسوشېټېډپریس آژانس لیکي، په افغانستان کې چې له مرستندویو پروژو، دولتي قراردادونو او روزنیزو پروګرامونو څخه میلیونونه ډالر تري تم کېږي د 22 زره ډالرو غلا ډېره لویه پېښه نه ده، خو د آژانس په وینا دا قضیه د اندېښنې وړ ده ځکه په داسې حال کې پېښېږي چې ډېرژر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل پیلېږي او له بلې خوا د هېواد په شمال کې د کومانډو دې خاصې قطعې د دې ډول اختلاسونو د مخنیوي لپاره یو ظاهراً اغېزمن سیسټم هم لاره.
XS
SM
MD
LG