د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

په نورستان کې د ٣٠٠ کسانو د وژل کېدو ادعا


په ولسي جرګه کې د نورستان استازي نن سهار ازادي راډیو ته ویلي، چې په نورستان ولایت کې د ناټو په بمباریو کې شا وخوا درې سوه کسان وژل شوي دي.

محمدالله موحد زیاتوي، چې کېدی شي په وژل شویو کې وسلوال طالبان هم موجود وي، خو مړي ټول په لارو کوڅو کې پراته دي.

نوموړي له دولت څخه وغوښتل، چې د خلکو لپاره دې لارې خلاصې کړي، ترڅو پاتې ژوندي کسان له سیمې راوباسې او مړي هم راټول کړي.

د نورستان چارواکو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د نورستان والي جمال الدین بدر که څه هم د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې د وژل شویو کسانو دقیق شمیر ونښود، خو ویویل، چې غواړي د یو پلاوي په استولو سره دا مسئله روښانه کړي.

تردې مخکې په ولسي جرګه کې د نورستان استازي محمد اله موحد له ازادۍ راډیو ته وویل، چې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې ټول درې سووه کسان وژل شوي، خو تراوسه نه ناټو او نه هم کومې بلې سرچینې دغه شمیره تایید کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر حامد کرزي د دفاع وزير ته لارښوونه کړې چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو پوځي عملياتو مخنيوى وکړي او دشپې له لوري دې د دوى عمليات د افغان ځواکونو په کنټرول کې راولي.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې ولسمشر کرزى د خپلسرو او غيرهماهنګو عملياتو له کبله اندېښمن دى، چې له کبله يې ملکيانو ته زيان رسېږي او خلک له حکومت څخه خوابدي ;وي.

د نورستان د پوځي عملياتو په تړاو وسلوال طالبان ادعا کوي، چې د دواب د ولسوالی ترنیول کېدو وروسته يې هرڅه له ولسوالی ایستلي دي، چې له هغه وروسته بیا د الوتکو په بمباریو کې پولیسو او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
XS
SM
MD
LG