د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

مومبي:د دوو تورنو د محاکمې د جریان راپور خپور شو


په ۲۰۰۸ کال کې د هند پر مومبی ښار د پاکستاني وسله والو د برید د قضیې یوه مهم شاهد ډیویډهېډلی د پنجشنبې په ورځ د تحقیقاتو په جریان کې وویل، له ده څخه دا سهوه وشوه چې خپل ملګري تهوررانا ته یې د دې برید پلان افشا کړ.

هېدلي خپل ملګری په پاکستان کې زېږېدلی تهوررانا تورن کړ، چې د دې حملې د پلان په جوړولو کې شریک و.

هېډلي اعتراف وکړ، چې له تهور رانا سره د مومبی د حملې د پلان په شریکولو سره یې د جاسوسۍ د زده کړو له هغو اصولو سرغړونه کړې، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې ISI او د لشکر طیبه ډلې له خوا ده ته ورکړل شوي وو.

د مومبی پر تاج هوټل د ۲۰۰۸ کال په حمله کې چې ګومان کېږي لشکرطیبه ډلې به کړې وي، یوسلو شپېته کسان ووژل شول.

په امریکا کې زېږېدلی دیویدهېډلي چې پلار یې پاکستانی دی خپل دا جرم منلی چې حمله کوونکو ته یې اهداف په نښه کړي او د هغې ډنمارکۍ ورځپاڼې پرضد چې د اسلام د پیغمبر کارټونونه یې خپاره کړي وو، د حملې لپاره یې یوبل پلان جوړ کړی و خو هېڅکله عملي نه شو.

رانا هم تورن دی، چې د مومبی او پر ډنمارکۍ ورځپاڼې د برید په پلانونو کې یې لاس درلود او همدا راز له لشکرطیبه سره یې مرسته کړې او که یې جرم ثابت شي ښايي دا پنځوس کلن کاناډایي په عمري بند محکوم شي.

د مومبی په برید کې د پاکستاني حکومت د لاس لرلو د نښونښانو په خاطر د دې محاکمې جریان په ډېر دقت سره څارل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا ښايي د پاکستان او امریکا په اړیکو کې کړکېچ چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته هسې هم موجود و، له دې سره نور زیات شي.

رانا وايي، چې د هیډلي له خوا تېراېستل شوی او دی د مومبی له حملې هېڅ خبر نه و. هیډلي ادعا کړې چې په مومبی کې د کشفي عملیاتو په بهیر کې د جګړن اقبال په نوم د ISI یوه اجنټ لارښوونه ورته کوله.

د رانا مدافع وکیل چارلزسویفټ له هیډلي پوښتنه وکړه، چې له جګړن اقبال سره د اړیکو په اړه کوم سند لري؟ او زیاته یې کړه چې دی ان د ISI د دې اجنټ پته نلري او موندلای یې نشي خو هیډلي چوپه خوله پاتې شو.

هېډلي دا اونۍ په خپلو اعترافونو کې ویلي و، چې د ISI او د پاکستان د پوځ ځینو عناصرو، په خاص ډول د پوځ یوه متقاعد جګړن چې ده د پاشا په نوم پېژنده، د مومبی د حملې چارې تنظیمولې.

اقبال او پاشا د هغو شپږو کسانو له ډلې دي چې په امریکا کې د مومبی په حملو کې په لاس لرلو تورن دي خو نیول شوي نه دي.

هېډلي د خپل جرم په منلو او په محکمه کې په خپلو اعترافاتو سره د اعدام له سزا ژغورل شوی او پاکستان ته هم نه سپارل کېږي.

په پام کې ده د دې دواړو تورنو د محاکمې جریان چې تقریباً نیمايي برخه یې تېره شوې، څلور اونۍ دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG