د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

پرون په افغانستان کې د ناټو ٩ تنه عسکر ووژل شول


وسله والو طالبانو څه وخت مخکې په ټول هېواد کې د خپلو پسرلنیو حملو د پیل خبر ورکړ، ویې ویل چې په دې ترڅ کې به پر افغان او نړیوالو ځواکونو خپلې حملې زیاتې کړي.
وسله والو طالبانو څه وخت مخکې په ټول هېواد کې د خپلو پسرلنیو حملو د پیل خبر ورکړ، ویې ویل چې په دې ترڅ کې به پر افغان او نړیوالو ځواکونو خپلې حملې زیاتې کړي.
په افغانستان کې دېره د ناټو ځواکونو په دوو جلا پېښو کې د خپلو ٩سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی.

د ناټو په مشرۍ د آیسف ځواکونو چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې اته تنه بهرني سرتېري د یوه ځای پرځای شوي بم په چاودنه کې ووژل شول. د افغانستان په جګړو کې اکثر بهرني سرتېري په کورونو کې د جوړو شویو بمونو په چاودنو کې وژل کېږي.

فرانسپرس خبري آژانس په سیمه کې د سرحدي پولیسو د قوماندان تفسیرخان خوګیاڼي په حواله راپور ورکوي چې په دې چاودنه کې د افغان پولیسو دوه سرتېري هم وژل شوي او ده نور ټپیان دي. خوګیاڼی وايي، چاودنه هغه مهال وشوه چې افغان او نړیوالو ځواکونو د پاکستان د سرحد په شل کیلومترۍ کې ګزمه کوله. د برید مسوولیت د وسله والو طالبانو ویاند منلی.

فرانسپرس خبري آژانس د ناټو د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستی خبر ورکړی چې وايي، دا سرتېري د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې په دوو پرله پسې چاودنو کې ووژل شول او اسوشېتېدپریس آژانس د یوه ناڅرګند امریکايي پوځي مقام په حواله لیکلي دي چې اته واړه وژل شوي سرتېري امریکایان دي، خو د آیسف په خبرپاڼه کې د تل په شان د پېښې د ځای او د وژل شویو سرتېرو د هویت او اړوند هېواد په اړه څه نه دي ویل شوي ځکه د دوی پالیسي همداسې ده.

د اپرېل له ۲۷ مې راهیسې د یوه افغان پیلوټ له خوا د اتو امریکايي پوځیانو او یو قراردادي له وژل کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په یوه پېښه کې دومره زیات نړیوال سرتېري وژل کېږي. د کژولتیز ډاټ کام ویب پاڼې د ارقامو له مخې د روان میلادي کال له پیله چې دا دی پنځمه میاشت یې په ختمېدو ده، تراوسه نژدې دوه سوه بهرني سرتېري د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو څه وخت مخکې په ټول هېواد کې د خپلو پسرلنیو حملو د پیل خبر ورکړ، ویې ویل چې په دې ترڅ کې به پر افغان او نړیوالو ځواکونو خپلې حملې زیاتې کړي.

ناټو په جلا خبرپاڼه کې د پکتیکا ولایت په غرنیو سیمو کې د خپلې یوې هیلیکوپټرې د راغورځېدو خبر هم ورکړی. فرانسپرس خبري آژانس د یو لویدیځ پوځي مقام له قوله لیکي چې وايي، د دې هیلیکوپټرې د راغورځېدو په پېښه کې یو بهرنی سرتېری چې هویت یې نه دی ذکر شوی وژل شوی دی.

د دې هیلیکوپټر د راغورځېدو علت لا نه دی مالوم او ناټو ویلي چې د پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي. له دې پېښې دوه ورځې مخکې د فرانسوي ځواکونو یوه جنګي جټ الوتکه د هېواد په لویدیځ کې نسکوره شوه، خو پیلوټان یې روغ رمټ ځمکې ته راښکته شول.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال دیویدپېټرایوس د تېرې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې وسله وال طالبان ښايي خپلو حملو ته په راروانو ورځو کې زور ورکړي.

پېترایوس وویل چې امکان لري طالبان د خپل ځواک د ښودلو لپاره په مهمو حملو لاس پورې کړي، ځکه د ده په وینا له تېرکال راهیسې نړیوالو ځواکونو په ډېرو سیمو کې ډېرښه پرمختګ کړی دی.
XS
SM
MD
LG