د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

په لوګر کې ولې دولتي کارکوونکي د مخالفینو ښکار ګرځي؟


وروسته ترهغې چې په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي مدیر او د کرنې ریاست یو ځوان کارکوونکى د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شول، د دې ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، چې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره د سيمه يیزو قومي مشرانو مرسته اوهمکاري اړینه ده.

د لوګرد والي ویاند دین محمد درویش د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې ولایت په ځینو سیمو کې ښوونکو او زده کوونکو ته ګواښونه زیات شوي او په نورو دولتي کارکوونکو هم وسله والې حملې ډیرې شوی دي.

ښاغلي درویش څرګنده کړه، چې د سیمې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او سپین ږیرو په همکارۍ کوښښ کیږي چې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي:

(پرون په یوه غونډه کې تاکید وشو چې پخوانی کمېټې چې فعالې وې هغه دې بیا لاس په کار شي او ددې بحران مخه دې ونیسي.)

د لوګر ولایت مرکز پل علم پورې اړونده سیمه کې د سې شنبې په ورځ د پورک د لیسې مدیرغلام نبي په داسې حال کې چې له ښوونځي نه د کور په لور روان وو د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شو او ځوان زوی یې سخت ټپي شو.

دغه راز د چهارشنبې په ورځ د دې ولایت د کرنې د ریاست د یوه ځوان کارکوونکي مړی په داسې حال کې چې پوزه اوغوږونه یې هم غوڅ شوي وو د کلنګار د کجۍ په سیمه کې وموندل شو.

د لوګر د امنېي قومندان غلام سخي روغ لیونی وایي، چې دا ناسم کارونه هغه کسان ترسره کوي چې نه غواړي افغانستان وده او پرمختګ وکړي.

د ده په خبره امنیتي ځواکونه نه شي کولای چې د لوګر ولایت په هره سیمه کې د هر ښوونځي او دولتي ادارې امنیت ټینګ کړي بلکې خلک باید په خپله هم په دې برخه کې ځینې لازم اقدامات وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په لوګر ولایت کې پر ښوونکو او نورو دولتي کارکوونکو حملې کیږي بلکې تردې وړاندې هم په ورته توګه د نا معلومو وسله والو له خوا دا ډول حملې شوي، ان دوه کاله وړاندې د کلنګار په سیمه کې د نجونو د یوه ښوونځي څو تنه زده کوونکې هم د نامعلومه وسله وال له خوا وژل شوي.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش تایید کړه، چې اوس هم د لوګر مرکز پورې اړونده سیمه پورک او برکي برک ولسوالۍ د نامعلومو وسله والو د ګواښونو له امله د نجونو څو ښوونځي تړلي دي.

وسله والو طالبانو له مخکې نه ویلي، چې دوي د افغانستان په یوه سیمه کې هم پر زده کوونکو، ښوونکو او ښوونځیو حملې نه کوي.
XS
SM
MD
LG