د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۷

افضلي:له بې وزلو کورنیو سره به مالي مرستې وشي


د افغانستان د کاراو ټولنیزو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره د هېواد د یو شمېر سیمو د بې وزلو کورنیو د لاس نیوي او له دوي سره د مالي مرستو یو نوی پروګرام پیل کړ.

د دې پروګرام د شفاف پیلیدو لپاره په کابل کې د بادغیس، بدخشان او کابل ولایتونو د سیمه ایزو کارکوونکو یو درې ورځنی پروګرام پیل شوی و، چې د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنه افضلي وویل، د دې پروګرام له مخې به له هغو بې وزلو کورنیو سره مالي مرستې وشي چې د ژوند له ډیرو اسانیتاو او مادي نعمتونو بې برخې دي:

(دا یو امتحاني پروګرام دی، چې مرستې باید تر ټولو مستحقوته ورسیږي، که دی پروګرام ښه نتیجه ورکړه، هڅه کوو چې د هېواد ټولو مستحقو ته یي په دوامداره توګه پیل کړو ، په مستحقو کې کونډې، یتیمان، سپین ږیري، بې سرپرسته ماشومان، معلولین او داسې نور بې وزلي شاملیږي.)

دې پروژې سره نړېوال بانک د پنځه میلیونو امریکایي ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده چې اوس مهال یي ورڅخه څه کم دوه میلیونه ډالره د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته ورکړې دی .

مسئولینو وویل، له بې وزلو کورنیو سره د مالي مرستو پروګرام به د کابل ولایت د چهاراسیاب ، د بدخشان ولایت د شهر بزرګ او د بادغیس ولایت د اب کمري له ولسوالیو پیل شي.

د پروګرام پلي کوونکي د کار او ټولنیزو چارو د وزارت سیمه ایز کار کوونکي، د مرستندوېو موسېسو استازي او د خلکو سیمه ایزې شوراګانې وښودل شوې.

د یاد روزنیز پروګرام یوه ګډونکي عبدالغفار د پروګرام د ځانګړتیاو په هکله وویل:

(موږ په سیمه کې خلک د سیمه ایزو شوراګانو او دولتي مسئولو ارګانونو په مرسته تشخیصوو او مستحقو ته نقدې پیسې ورکوو.)

د افغانستان مرکزي احصاییه وایي، د افغانستان کابو نهه میلیونه نفوس د بې وزلی له ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

خلک وایي، له دې مخکې هم ډیرو مرستندوېو موسېسو د بې وزلو په نامه پرخلکو مرستې ویشلي دي، چی د ریښتینو مستحقو پرځای غیرمستحقو تر لاسه کړي.

کارپوهان وایي، دولت ته پکار ده چې د بهرنیو مرستو پرته، له بې وزلو سره کورني پروګرامونه هم تنظیم کړي.

د کار او ټولینزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي د دې لړۍ دوام ته جدي پلانونه پام کې لري.
XS
SM
MD
LG