د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

نورستان:د دواب ولسوالۍ د دولت لاسته ورغله


د نورستان والي جمالدین بدر وايي چې د دواب ولسوالۍ زموږ لاسته راغلی
د نورستان والي جمالدین بدر وايي چې د دواب ولسوالۍ زموږ لاسته راغلی
د نورستان جمال الدين بدر وايي، چې تيره ورځ له غرمې وروسته يي د دواب په ولسوالۍ کې افغان او نړېوالو ځواکونو شريک پوځي عمليات پيل کړي، چې د ماسپښين په دريو بجو يي ولسوالۍ د وسله والو څخه بيرته نيولې او د چهارشنبې تر ماښامه يي نژدې ديرش تنه وسله وال وژلي، يو پوليس يي هم وژلى او يو بل يي ټپي شوى دى.

د نورستان والي جمال الدين بدر پر تیليفون تيره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، چې د چهارشنبې تر ماښامه د دواب په ولسوالۍ کې افغان او نړېوالو ځواکونو په ګډو پوځي عملياتو کې يو کم ديرش وسله وال طالبان وژلي او ولسوالۍ يي په بشپړ ډول له طالبانو بيرته نيولې ده.

بدر وايي، په روانو عملياتو کې يوازې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى، په هوايي بمبارېو او عملياتو کې ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.

بدر زیاتوي، په دې وروستيو کې په نورستان کې د وسله والو طالبانو فعاليتونه زيات شوي، د واما ولسوالۍ او د نورستان د مرکز پارون د نيولو لپاره هم په سلګونو کسان چې بهرني او کورني وسله وال په کې شامل دي راټول شوي او دوي يي څو ځله بريدونه په شاه تمبولي دي.

هغه وويل، پر پارون د بريدونو د مخنيوي لپاره يي د چتراس په سيمه کې نوي سرتيري ځای پرځای کړي دي.

بل خوا وسله وال طالبان بيا دعوه کوي د دواب ولسوالۍ مرکز او شاوخوا سيمي د دوي په لاس کې دي او تر اوسه په سيمه کې د دولت پياده ځواک نه دى ليدل شوى، طالپان يوازې د خپل د يو تن ملګري د وژل کېدو خبره مني او دا نه مني چې ګنې تر ديرشو پورې طالپان دې وژل شوي وي.

د دواب پر ولسوالۍ د څو پرله پسې ورځو بريدونو وروسته تيره ورځ سهار مهال وسله وال طالبان په دې بريالي شول چې د ولسوالۍ مرکز ونيسي خو ماسپښين مهال بيا د نورستان والي ازادۍ راډيو ته وويل، چې ولسوالۍ يي بيرته ترلاسه کړې ده.

دواب ولسوالۍ د نورستان په لويديځه برخه کې د لغمان ولايت سره نژدې موقيعيت لري او د ولسوالۍ مرکز يي د لوړوغرونو ترمنځ په يو ژور ځای کې پروت دی چې هره شيبه پرې د وسله والو مخالفينو د بريدونو امکان شتون لري.

راپور، روح الله انوري،کونړ
XS
SM
MD
LG