د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

امریکا:زموږ او د بریتانیا اړیکي د نړۍ د ګواښونو لپاره اړین دي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بریتانیا پارلمان ته وویل، هغو ګواښونو ته که وکتل شي، چې نړۍ ورسره مخامخ ده، نو په راتلونکو کلونو کې هم د امریکا او بریتانیا تر منځ اتحاد ضروري دی.

تر دې وینا مخکې د چهارشنبې په ورځ بارک اوباما د بریتانیا له صدراعظم ډویډ کامرون سره د دغو نړېوالو ګواښونو خبره یاده کړه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له بریتانیا او اروپا سره د امریکا د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

ده د بریتانیا مشرانو جرګې او ولسي جرګې ته په خپله وینا کې وویل، چې د امریکا او اروپا همکاري د امریکا لپاره چې له نړۍ سره وتړل شي بنیادي ده خو واشنګتن هڅه کوي چې خپلې اړیکي له هغو هېوادو لکه هند او چین سره چې چټکه وده کوي، ټینګې کړي.

بارک اوباما د خپلې بهرنۍ تګ لارې په اړه وویل، چې له اقتصادي بحرانه نیولې، تر تروریزمه، د اقلیم تر بدلونه او په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې د عربو تر پاڅونه په نړۍ کې ژر ژر بدلونونه رامنځته کیږي نو امریکا او متحدان یې د تاریخ په حساسې شېبې کې دي:

« دا ګواښونه په داسې وخت کې پيدا شوې دي، چې نړېوال نظم د نوې پیړۍ لپاره نوې بڼه خپله کړې ده.

د چین، هند او برازیل په څېر هېوادونه ژر ژر وده کوي، موږ د دې پرمختګ هرکلۍ کوو، ځکه چې د نړۍ لور د لور یې په سلګونو میلیونه انسانان له لوږې ژغورلې دي او زموږ ملتونو ته یې نوې بازارونه او فرصتونه برابر کړې دي.

د دې تغییر له راتګ سره یو شمېر دا پوښتنه کوي، چې ایا دا ملتونه به په نړۍ کې د امریکا او اروپا د اغیز مخه ونه نیسي؟ ښایي، دا خبرې کیږي چې دا ملتونه به د راتلونکې استازیتوب کوي او زموږ د مشرۍ وخت تیر شوی دی خو دا جروبحث ناسم دي.»

اوباما د امریکا لومړی ولسمشر دی چې د بریتانیا مشرانو جرګې او ولسي جرګې ته په یوه وخت وینا کوي.

بارک اوباما په خپله وینا کې د بریتانیا د پارلمان غړېو ته وویل، راځئ د امریکا او بریتانیا تر منځ د ګډو ارزښتونو او دودونو هرکلۍ وکړو.

اوباما تر دې وینا مخکې د بریتانیا له صدراعظم ډویډ کامرون سره ولیدل او په دې خبرو کې د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه، چې د قذافي پر رژيم به خپل فشار ته دوام ورکړي څو دی له واکه لرې شي.

دغو دوو مشرانو همدا راز په خبرې غونډې کې وویل، چې دوي د عربي نړۍ د پاڅونونو په برخه کې موافقه وکړه.

کامرون اعلان وکړ، چې د پنجشنبې په ورځ به په پاریس کې د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادو د مشرانو په غونډه کې په عربي نړۍ کې د هغو خلکو د اقتصادي او سیاسي ملاتړ غوښتنه وکړي، چې د خپلواکۍ لپاره هڅې کوي:

« زه او ولسمشر موافق شو، موږ به د هغو کسانو ترڅنګ یو چې د خپلواکۍ لپاره هڅې کوي.

دا هغه پیغام دی چې موږ به یې د پنجشنبې په ورځ د نړۍ د اتو سترو صنعي هېوادو په غونډه کې هغه وخت مطرح کړو چې موږ د هغو هېوادو لپاره چې د اصلاحاتو هڅې کوي د پراخ اقتصادي او سیاسي ملاتړ غوښتنه وکړو.

له همدې امله موږ له نړېواله ټولنه خبره کړې ده چې د قذافي د رژیم پر ضد د لیبیا د خلکو ساتنه وکړي، د همدې لپاره به موږ له خپلو متحدانو سره د ملګرو ملتو د پریکړه لیک د تطبیق هڅو ته دوام ورکړو او موږ خپل دریځ یو ځل بیا اعلانوو چې دا ناممکنه ده چې د لیبیا لپاره داسې راتلونکې تصور کړو چې قذافي لاهم په واک کې وي، هغه باید ولاړ شي.»

د امریکا ولسمشر وویل، چې امریکا او بریتانیا دواړو دا ژمنه کړې ده چې د هغو خلکو د ملاتړ لپاره باید هرڅه وکړي چې دوي د دیموکراسۍ او دیموکراتیکو اصلاحاتو لپاره مبارزه کوي:

« موږ به د مظاهره کوونکو پر ضد له تشدد سره خپل سخت مخالفت ته دوام ورکړو، د هغه غږونو د غلي کولو پرضد به خپل مخالفت ته دوام ورکړو چې د ازادۍ او د اساسي بشري حقونو د ترلاسه کولو لپاره اوچت شوې دي.

دا یو له هغو علتونو دی چې موږ په لیبیا کې د ناټو او ملاتړیو ترڅنګ د لیبیا د خلکو د ساتنې لپاره هلې ځلې کوو.

موږ به دغو عملیاتو ته تر هغو دوام ورکړو، چې قذافي پر ملکیانو بریدونو ته دوام ورکوي.

وخت د قذافي پرضد دی او هغه باید له واکه لرې شي او لیبیا د لیبیا خلکو ته پریږدي»

د امریکا ولسمشر د بریتانیا له صدراعظم سره د یمن او سوریې په اړه هم خبرې وکړې. اوباما وویل چې د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح باید له کاره ګوښه شي:

« موږ همدا راز د سوریې پر وضعیت خبرې و کړې، هلته سوریایانو د دیموکراسۍ لپاره د سخت زړورتوب څرګندونه کړې ده.

امریکا د اروپا د پریکړې هرکلۍ کوي چې د سوریې پر ولسمشر بشارالاسد یې بندیزونه لګولې دي، موږ به هم پر هغه او د هغه پر رژيم فشار زیات کړو څو د هغه د خلکو د ځپلو تګ لاره ختمه شي او هغه بدلون راشي چې خلک یې غواړي»

د امریکا ولسمشر به نن په فرانسې کې د نړۍ د اتو سترو صنعي هېوادو په غونډه کې برخه واخلي او د پولنډ له سفر سره به د ده د اروپا شپږ ورځنی سفر پای ته ورسیږي.
XS
SM
MD
LG