د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۵

د ښځو شبکه: پر نجونو ډېري تېری کوونکي چارواکي او پولیس دي


د افغانستان د ښځو شبکې په وینا پر ښځو تیري کوونکو ته سزا نه و رکول کیږي.
د افغانستان د ښځو شبکې په وینا پر ښځو تیري کوونکو ته سزا نه و رکول کیږي.
د ښځو چارو وزارت مسولین او د ښځو د شبکې غړې وایي، په وروستیو دریو کلونو کې پر ښځو د جنسي تیري کچه د پخوا په پرتله زیاته شوې او ورځ تربلې د لوړیدا په حال کې ده.

د ښځو د شبکې غړې شیلا صمیمي چې د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون ته را غوښتل شوې وه، وایي، چې پرښځو اوماشومانو جنسي تیری په شمالي ولایتونو کې زیات ترسترګو کیږي چې ترډیره د پولیسو او نورو لوړ رتبه کسانو له خوا ترسره کیږي.

″کوم مجرمین چې دغه کارونه کوي، هغوی ته سزا نه ورکول کیږي. د جنسي تیري یوه وروستې پیښه په تخار کې پر یوې دولس کلنې نجلې ده، چې د پولیسو له خوا ترسره شوې او بله یې په کندوز کې د یوه محلي قومندان له خوا پر یوې دولس کلنې نجلې جنسي تیری دی.

خو د اندیښنې ځای دا دی چې د دغو پیښو عاملین ترډیره لوړ پوړي کسان، قومندانان او پولیس دي.″

میرمن صمیمي وایي، په تیرکال کې د ښځو په وړاندې د جنسي تیري نهه ویشت پیښې له دوی سره ثبت دي، چې امنیتي او قضایي چارواکو یې یوازې ۱۷ پیښو ته رسیده ګي کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو ریس محمد شفیق فضلي د ښځو چارو وزارت او د ښځو د شبکې دهغو اندیښنو په ځواب کې چې وایي، تر ډیره پرماشومانو او نجونو د پولیسو له خوا جنسي تیری کیږي وایي:

″زموږ دښمن تراوسه پورې ارام نه دی ناست، کوښښ کوي، چې په مختلفو شکلونو دولت بد نامه کړي، حاکمیت ترسوال لاندې راولي.

دوی د پولیسو له یونیفوروم سربیره له نورو شیانو نه هم ګټه اخلي چې وس یې ورسییږي.

د تخار په موضوع کې هم دښمنانو د پولیسو له کالیو څخه سوء استفاده کړې، چې غوښتل یې ان کور ته په اسانۍ ننوځي او ان د پولیسو رنګه بده کړي.″

د افغانستان د ښځو شبکې له دې هم شکایت درلود چې د عدلیی او قضایې اورګانونو له خوا له مجرمینو او په ځانګړې توګه د جنسي تیري له مجرمینو سره جدي چلند نه کیږي.

دوی قضایي ارګانونه په خپلو کارونو کې په کمزوري تورن کړل او زیاته یې کړه مجرمینو ته هغه سزا نه ورکول کیږي کومه چې قانون ورته ټاکلې.

غوښتل مو په دې اړه د سترې محکمې د چارواکو غبرګون هم را واخلو خو په دې برخه کې له پرله پسې تیلفوني اړیکو سربیره بیا هم پاته راغلو.

په غونډه کې د ښځو په وړاندې ځینې نور تاوتریخوالی هم تربحث لاندې راغلل چې ترټولو جدي یې د ښځو ځان سوزونه وه.

د ښځو د شبکې په وینا په تیر لمریز کال کې په ټول هیواد کې د ښځو له خوا د ځان سوزونې ۳۰۰ پیښې ثبت شوي.

د دوی په خبره په دغو کې اتیا په سلو کې هغه ښځې او نجونې دي، چې د کورنۍ د غړو له خوا سوزول شوي.

یو شمېر حقوقي اومدني ټولنې هم په افغانستان کې د ښځو روان وضیعت د اندیښنې وړ بولي او وایي، چې ورځ تربلې یې حقوق ترپښو لانې کیږي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG