د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

کېري په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې نوی فرصت ويني


د امریکا په کانګرس کې کې د بهرنیو اړیکو مشر سناتور جان کېري
د امریکا په کانګرس کې کې د بهرنیو اړیکو مشر سناتور جان کېري
امریکایي مخکښ سناتور جان کیري پرون وویل، دی د اسامه بن له وژلو وروسته په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې یونوی فرصت ویني، چې رامنځ ته شوی او ټینګار یې وکړ، چې ډیرې هڅې باید په پاکستان کې د سخت دریځو په وړاندې مبارزې متمرکزې شي.

جان کیرې چې د مشرانو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر دی او په وروستیو کې یې افغانستان او پاکستان ته سفر کړی، د دې کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل، د امریکایي ځواکونو له خوا په پاکستان کې د اسامه بن لادن په وژلو او د افغانستان په جنوبي سیمو کې وروستیو پرمختګونو د سیاسي خبرو لپاره یوه نوې فضا رامنځته کړې ده.

کیري وویل، دا په افغانستان کې په روانه جګړه کې یوښه فرصت دی چې باید ترې ګټه پورته کړو.

هغه زیاته کړه، د طالبانو د منځنۍ سطحې او د هغوی د عادي غړیو ډیر یې غواړي چې له جګړو لاس واخلي او موږ ته په کار ده، چې د افغانستان له حکومت سره په دې برخه کې کار وکړو څو دا یقیني کړو، چې دغه طالبان خپله وسله پرمځکه کښیږدي او دا کار په حقیقت کې عملي کړي.

جان کیري دغه راز وویل، متحده ایالات باید په پاکستان د سخت دریځو پر موجودیت او په اسانۍ سره افغانستان ته د هغوی د اوښتو په اړه اندیښمن وي.

هغه زیاته کړه، د پاکستان پوځي مشرانو ته باید قناعت ورکړل شي، چې هیواد ته یې حقیقی ګواښ له ختیځو سرحدونو یا له اتلانتیک څخه نه بلکې د هیواد دننه سخت دریځو وسله والو متوجه کړی دی.
XS
SM
MD
LG