د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

راسموسن: د افغانستان د لانجې یواځنۍ لار سیاسي روغه جوړه ده


راسموسن وايي، که د افغانستان دښمنان د خشونت لار ته دوام ورکړي، بریالیتوب به ترلاسه نه کړي.
راسموسن وايي، که د افغانستان دښمنان د خشونت لار ته دوام ورکړي، بریالیتوب به ترلاسه نه کړي.
د ناټو عمومي منشي وایي، چې د افغانستان لانجه له پوځي لارې نه شي هوارېدی او د دولت له وسله والو مخالفانو یې وغوښتل، چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

اندریس فوګ راسموسن له ولسمشر حامد کرزي سره له خبرو وروسته پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، که وسله وال طالبان په دې فکرکې وي، چې د وی د خشونت له لارې بری ترلاسه کولای شي نو یواځی به خپله ناکامی وویني.

″د افغانستان دښمنانو ته زما پیغام واضح دی. که تاسو د خشونت لار ته دوام ورکړی، بریالیتوب به ترلاسه نه کړﺉ بلکې یواځې به خپله ماته ووینی. اوس د دې وخت دی چې د سولې لار خپله کړﺉ.″

د ناټو عمومي منشي په دې تاکید وکړ، چې د افغانستان د لانجې یواځنی حل لاره سیاسي روغه جوړه ده او طالبانو ته نن دا فرصت برابر دی، چې وسله پرځمکه کښیږدي.

هغو وروستیو راپورونو ته په پام سره، چې ویلي یې وو، د طالبانو مشر ملاعمر په عملیاتو کې وژل شوی، راسموسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که ملاعمر ژوندی وي، ایا د یوه دښمن په توګه به ورسره چلند کیږي او که به دی هم کولای شي، چې د سولې په پروسه کې برخه واخلي وویل، د سولې د خبرو لپاره واضح چوکاټ جوړشوی دی.

″لومړی، دغه پروسه باید په خپله افغانان پرمخ یوسي، دا ډيره مهمه ده او دوهم، هغه افراد یا ډلې چې له دغه بهیر سره یوځای کیږي، باید له تروریستي شبکو سره اړیکي وشلوي، له خشونته لاس واخلي او بالاخره دوی باید د ښځو د حقونو په شمول د افغانستان د اساسي قانون د ابتدایي اصولو درناوی وکړي.″

راسموسن دغه راز وویل، چې په افغانستان کې د سولې بهیر په دې وروستیو کې چټک شوي او زیاته یې کړه، چې یواځې په څو وروستیو میاشتو کې له ۱۷۰۰ زیات وسله وال مخالفان د سولې له بهیر سره یوځای شوي، چې یوه دریمه برخه یې یواځې تیره اونۍ وه.

د ناټو عمومي منشي دغه راز وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د انتقال لپاره تیاری ښه روان دی او دغه بهیر به له پلان سره سم په ټاکلو سیمو کې عملي شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم یوځل بیا پروسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور د خپل هیواد له ورانولو او د هیوادوالو له وژلو لاس واخلي او بېرته دې خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

کرزي اسلام اباد ته نژدې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژلو ته په اشاره وویل؛ چې طالبان باید د هغه له وژلو یو درس واخلي او زیاته یې کړه بهرني پټن ځایونه موقتي دي.

″د اسامه بن لادن وژل کیدل باید هغو افغانانو ته چې د طالبانو په لیکو یا نورو ډلو کې دي او د خپل هیواد په مقابل کې جنګیږي دا پیغام ورکړي چې پټن ځایونه دایمي نه دي او یوه ورځ به داسې څه پیښیږي، چې دوی یې توقع نه لرله.

اوس دوی ته د افغانستان خلک دا فرصت ورکوي، چې خپلو کورونو ته راستانه شي او د خپل هیواد د رغولو، سولې او ثبات په هڅو کې برخه واخلي.″

د ناټو عمومي منشي او افغان ولسمشر دواړو په دې ټینګار وکړ، چې ترهګري د سیمي او ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی.

دوی دغه راز له پاکستانه هم غوښتنه وکړه، چي د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه په صادقانه ډول پرمخ یوسي.
XS
SM
MD
LG