د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

اسټرالیا: د ټاکل شوي اهدافو د ترلاسه کولو وروسته به له افغانستانه وځو


د اسټرالیان صدراعظم جولیا ګیلارډ
د اسټرالیان صدراعظم جولیا ګیلارډ
د استرالیا صدراعظمې پرون ټینګار وکړ، چې استرالیا به د افغانستان ماموریت سره له دې چې یوبل اسټرالیایي عسکر په دې هیواد کې ووژل شو، بشپړ کړي.

د دوشنبې د ورځې په بم چاودنه کې چې د افغانستان په ختیځ کې رامنځ ته شوه، د یوه استرالیایي عسکر په ګډون څلور بهرني سرتیري ووژل شول او د دواسترالیایي سرتیرو په ګډون یوشمیر نور ټپیان دي.

جولیا ګیلارډ وویل، په افغانستان کې د هرعسکر مړینه زموږ د هیواد لپاره دردونکې ده او زیاته یې کړه، چې ښایي له یوشمېر کسانو سره داسې اندیښنې موجودې وي، چې استرالیا د څه لپاره باید په افغانستان کې پاتې شي.

زما په عقیده دغو کسانو ته ترټولو ښه ځواب ښایي د بین رابرتس سمیت د هغې خبرې یادونه وي، چې ماته او ټول ملت ته یې کړې وه. سمیت چې د ویکتوریا صلیب نشان یې ګټلی دی ویلي وو، چې موږ په افغانستان کې بدلون راولو.

د اسټرالیا صدراعظمې زیاته کړه، له افغانستان څخه د ۱۵۵۰ عسکرو د ایستلو پروسه په خپل حال ده او په کې بدلون نه دی راغلی.

هغې وویل، موږ به په دې هیواد کې ترهغو پورې پاتې شو چې ماموریت مو بشپړ شوی نه وي.

ګیلارډ وویل، دا به بې مانا وي، چې له افغانستانه ووځو او بیا بیرته وروګرځو.

د استرالیا د فاع وزارت دغه راز په افغانستان کې په یوې جلا پیښه کې له وسله والو مخالفانو سره په نښته کې د درې نورو استرالیایي سرتیرو د ټپي کیدو خبر ورکړ.

د استرالیا د دفاع وزیر سټیفن سمیت د وسله والو طالبانو حملو ته چې په ورستیو کې یې زیاتې کړي اشاره وکړه او ویې ویل، د ایتلافي ځواکونو پرمختګ وسله وال طالبان له ګواښ سره مخامخ کړی او خبرداری یې ورکړ، چې هغوی به د سړک د غاړې بم چاودنې او ځان وژونکې حملې زیاتې کړي.

سمیت زیاته کړه، د دې لپاره چې طالبان د ځان لپاره یوځای پیدا کړي، د پسرلنیو عملیاتو په پیلولو سره یې یوپراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړی، چې دا د دوی د پوځي ستراتیژۍ یوه بله وسیله ده.

د استرالیا ډیري عسکر په ارزګان ولایت کې دېره دي.

د دغه اسټرالیایي عسکر په وژل کیدو سره له هغه مهال راهیسې چې استرالیا افغانستان ته پوځونه استولي، د وژل شویو عسکروشمیر ۲۴ تنوته ورسید.

په افغانستان کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې بهرنیو ځواکونو ته د تلفاتو شمیر ۱۸۸ تنو ته رسیدلی.
XS
SM
MD
LG