د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

بشیر: د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو اړیکو په اړه اندېښنه نه لرو


سلمان بشیر وايي، چې هېواد یې د افغانستان ځمکنی پشپړتیا او خپلواکي ته درناونی کوي.
سلمان بشیر وايي، چې هېواد یې د افغانستان ځمکنی پشپړتیا او خپلواکي ته درناونی کوي.
په داسې حال کې چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه د یو شمیر ګاونډیو هیوادونو له خوا اندیښنو ته اشاره کیږي، خو پاکستان وایي، چې په دې اړه کومه ځانګړی اندیښنه نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سلمان بشیر، چې دمګړۍ په کابل کې دی، ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغانستان باید په خپلو بهرنیو اړیکو کې د یو خپلواک هیواد په څیر عمل وکړي.

سلمان بشیر زیاتوي، چې ټول هېوادونه د پاکستان په ګډون باید د افغانستان ځمکنی بشپړتیا او خپلواکي ته درناوی وکړي، خو ټینګار کوي، چې افغانستان هم باید په خپلو بهرنیو اړیکو کې د یو خپلواک هېواد په څيرعمل وکړی.

″موږ په دې برخه کې هیڅ دریځ نه لرو، دا دوه اړخیزه همکارې ده. موږ هم له امریکا سره اړیکې لرو، دا هغه څه دی چې یواځې په افغانستان پورې اړه لری.

موږ غواړو چې هربل هېواد د پاکستان په ګډون د افغانستان خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا ته احترام وکړی.

موږ په دې باور لرو، چې افغانستان باید د بهرنیو اړیکو په ټینګولو کې خپلواک اوسي. زه غواړم دا په زغرده ووایم، چې په دې اړه هره غلط فهمې به غیرعاقلانه وي.″

وروسته له هغې چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه بحثونه راپورته شول، یو شمیر ګاونډیو هیوادنو لکه ایران، پاکستان، چین او روسیې د دې سند د نوعیت په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړې.

افغان حکومت هم په وار وار سره ډاډ ورکړی، چې ستراتیژیک تړون به نه یواځې له هره اړخه او په تمامه معنا د افغانستان په ګټه وې بلکې د سیمې د هیوادونو ګټې هم په پام کې نیول شوي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د سې شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې په ترځ کې په کابل کې وویل، چې په یاد ستراتیژیک تړون کې د افغانستان او په سیمه کې د نورو هیوادونو ګټې په پام کې نیول شوي دي.

″د امریکا د وړاندیزونو په وړاندې افغانستان هم ځانګړې وړاندیزونه ترتیب کړي دي، چې یوه اوونې وړاندې مو امریکا ته وړاندې کړي.

دوه درې اوونۍ وروسته به په دې اړه زموږ مذاکرات بیا پیل شي، تر څو د خپلو دیدګاوو او نظرونو په اړه په واضح ډول سره پوه شو.

دا طبیعې ده، چې په ستراتیژیک تړون کې باید د افغانستان ګټې په ټولو معناوو سره په نظر کې ونیول شی.

دا نه یواځې باید د افغانستان په ګټه وي، بلکې باید په سیمه کې نور هیوادونو له دې څخه هیڅ ویره ونه لری.″

د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک تړون په اړه بحثونه په داسې حال کې روان دي، چې لا تراوسه د یاد تړون په اړه خبرې په عمومیاتو کې دي.

ولسمشر کرزی وایي، چې له امریکا څخه یې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې وړاندیزونه ترلاسه کړی او د افغانستان له لورې هم امریکا ته د تړون خاکه وړاندې شوې خو په دې اړه وروستۍ پریکړه به د افغانستان ملت د لویې جرګې له لارې کوي.

رپورټ: مخفي عزیزي - کابل
XS
SM
MD
LG