د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

په کونړ کې ٢٣ کيلومتره کانال جوړېږي


د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي
د کونړ ولايت په نورګل ولسوالۍ کې د يوه کانال د ترميم چارې پيل شوې. دغه کانال ٢٣ کيلومتره اوږدوالى لري چې د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي پروګرام له خوا د يو مليون او دوه لکو ډالرو په مرسته به يې سربندونه جوړ او ورغول شي.

چارواکي وايي په سلګونو کسانو ته په کې د کار و بار زمينه برابره شوه او په جوړېدو سره به يې په زرګونه جريبه ځمکه خړوبه شي.
کونړ يو سرحدي او غرنى ولايت دى چې پريمانه اوبه لري، خو د ابادو ځمکو څخه د سيند اوبه ډېرې ټيټې تېرې شوي او له امله يې کرنيزې ځمکې شاړې پرتې دي، چې اوبو ته زياته اړتيا لري.
په دي وروستيو کې دولت د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي پروګرام په مالي مرسته د يو شمېر کانالونو او ويالو د بيارغونې چارې پيل کړې دي او د دوشنبي په ورځ د نورګل په ولسوالۍ کې د يو کانال د بيارغونې چاري پيل شوې.
له ترميمېدونکي کانال څخه به په زرګونو جريبه ځمکه خړوبه او خلکو ته به ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.

کونړ والي

کونړ والي سيد فضل الله وحيدي ازادۍ راډيو ته وويل د نورګل لوى کانال چې د نورګل د پتڼ په سيمه کې د کونړ له سيند څخه سرچينه اخلي ټول ٢٣ کيلومتره اوږدوالى لري چې پخوا د خلکو له خوا ايستل شوى او د تېو کلونو په جګړو کې خراب شوي او له امله يي اوبه کمې شوې وې.
هغه وويل له ترميمېدونکي کانال څخه به په زرګونو جريبه ځمکه خړوبه او خلکو ته به ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.
هره ورځ به په کي له زرو زيات کسان مزدوري کوي او هر يو مزدور ته به دوه نيم سوه افغانۍ ورکول کېږي.
د نورګل ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته وويل پخوا به يې د ويالې سربند د تيږو ، خټو او لرګيو په وسيله جوړاوه او په ډېره مشکله به يې خپلو پټيو ته اوبه رسولې، خو اوس چې ورته پوخ سربند جوړېږي او وياله يې بيارغول کېږي پرې ډېر خوشحاله دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د سالار کانال د ترميم چارې هم بشپړې شوې وې او خلکو يې پر چارو د خراب کيفيت له امله شکايت کاوه.

څو ورځې وړاندې په کونړ کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال له مرورې ولسوالۍ څخه تر خاص کونړ ولسوالۍ پوري د يو کانال د ايستلو ژمنه وکړه.
XS
SM
MD
LG