د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

په پاکستان کې د افغان او پاکستاني کرکټ لوبډلو سیالۍ پیلږي


افغان او پاکستاني کرکټ لوبډله په د پاکستان په دریو لویو ښارونو کې سره لوبه وکړي.
افغان او پاکستاني کرکټ لوبډله په د پاکستان په دریو لویو ښارونو کې سره لوبه وکړي.

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم پرون (دو شنبه) اسلام اباد ته لاړ، چې د پاکستان له الف لوبډلې سره درې يو ورځنۍ مسابقې وکړي. د رالپنډۍ، فيصل اباد او اسلام اباد په ښارونو کې

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم پرون (دو شنبه) اسلام اباد ته لاړ، چې د پاکستان له الف لوبډلې سره درې يو ورځنۍ مسابقې وکړي.

د رالپنډۍ، فيصل اباد او اسلام اباد په ښارونو کې به له پاکستاني ټيم سره د افغانستان د ټيم مسابقه عملاً په پاکستان کې پر نړيوالو مسابقو بنديز پای ته ورسوي.

د کرکټ نړيوالې شورا د ۲۰۰۹ کال په مارچ کې د سريلانکا د کرکټ پر لوبغاړو د تروريستانو له بريده وروسته په پاکستان کې پر نړيوالو مسابقو بنديز ولګاوه.

په حمله کې اته تنه ووژل شول او اووه سريلانکايي لوبغاړي او د هغوی کوچ ژوبل شول.

پاکستان هيله لري، چې د افغانستان د ټيم مسابقه به نورې نړيوالې لوبډلې وهڅوي، چې دې هيواد ته سفر وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې مشر ډاکتر کمال سادات ازادي راډيو ته وويل، چې د افغانستان ټيم د پاکستان د مسابقو لپاره پوره تياري نيولې او دی هيله لري، چې له دې مسابقو به ښې نتيجې ترلاسه شي.

د کرکټ بورډ اجرايیوي رييس نسيم ا لله دانش پرون اسلام اباد ته د افغانستان د ټيم د روانېدو په مهال خبريالانو ته وويل، ملي لوبډله به په پاکستان کې د کرکټ درې يو ورځنۍ مسابقې وکړي، لومړۍ لوبه به په اسلام اباد، دويمه په راولپنډۍ او درېيمه به په فيصل اباد ښار کې ترسره شي.

نوموړي زياته کړه، د دې سفر يوه مسابقه په ايبټ اباد ښار کې تنظيم شوې وه، خو د امنيتي ستونزو له امله دغه لوبه اسلام اباد ته منتقل شوه.

ښاغلي دانش دا هم وويل، چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله به يوه نيم مياشت وروسته ايرلينډ ته سفر وکړي او هلته به د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG