د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

شواهد:په پاکستان کې د مخالفینو پټ روزنیز مرکزونه شته


د پاکستان د مانسهرې د په ګلي بادرل کلې کې چې ترې ځنګلونه چاپیر دي او سړې ویالې په کې بهیږي له هغه ځایه چې اوسامه بن لادن په کې ووژل شو پینځه دیرش میله واټن لري.

کله چې د نژدې غره د پاسه له دې کلیوالو څخه د روانو حالاتو په اړه وپوښتنې نو اوتر اوتر شي .

دا هغه ځای وو، چې کلیوالو به د سوند د موادو په توګه د اوبښتې یا صنوبر د ونو له وهلو ډه ډه کوله او چرته چې دوي په دې پوهیدل چې په اړه یې باید پوښتنې ونه کړي .

کله چې د غره د پاسه د پوځې روزنیز مرکز په اړه په تاکید پوښتنې وکړې او په دوې ټینګار وکړي نو بیا وايي دا د اسلامي بنسټ پالو د روزنې یو پټ مرکز وو او سره له دې چې پاکستان د دې مرکز له شتوالی انکار کوي خو له دې ځایه د پاکستان پوځ خبر وو .

د اسوشیتت پرېس خبري اژانس له خوا د مانسهرې په یاغې سیمې کې راټول شوي معلومات د پاکستان د دوه مخې رول په اړه شکونه نور هم ډیروي .

دې هېواد له یوې خوا د مخالفو وسله والو پرضد د جګړې لپاره د متحد ایالاتو سره مرسته منلی او بله خوا یې دا وسله وال زغملی او ان په ځینو موارو کې یې دوي هڅولي او یا یې هم د بنست پالو قدرت مهار کړي .

درې تنه چې ځانونه یې اشوشیت پرېس خبرې اژانس ته مجاهدین معرفي کړي وايي، د روزنې دا مرکز لږ تر لږه په سیمه کې یو له دریو مرکزونو څخه دی چې سلګونه کسان په کې استخدام شوي .

د دې درې واړو په وینا د دې استخدامولو هدف د پاکستان له لوی دښمن هند سره د کشمیر پر سر جګړه ده، خو کشمیرې جنګیالي په دې هم شهرت لري چې د القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو سره یو ځای شوي چې په دې کې په افغانستان کې هغه ډلې هم شاملی دي چې د متحد ایالاتو او ایتلاف سره په افغانستان او یا بل هر ځای کې جنګیږي .

په امریکا کې د سپتمبر د یولسمې تر پېښې وروسته د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف ویلي وو، چې هېواد یې له جهادي ډلو سره اړیکي پرې کړي دي، خو ځینې داسې شواهد وو چې دا اړیکي یې ښودل .

کله چې د اسوشیتیډ پرېس خبرې اژانس تیره اونۍ په مانسهرې کې د پوځې زده کړو د کمپونو په اړه پوښتنه وکړه نو پوځ د مانسهرې په سیمه کې د دې ډول مرکزونو له شتوالی سوچ انکار وکړ .

د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اطهر عباس دا ډول خبرې بې اساسه وبللې، خو د مانسهرې د ګلي بادرل سیمه ایز خلک وايي دواړه هم بنسټ پال او هم داسې سړي چې فکر کیږي عسکر دې په واټونو کې د خلکو سترګې ته اشنا څیرې دي .

دوي د غوښتې وړو او نورو خوراکي موادو د تر لاسه کولو لپاره دې بازار ته راځې او بیا په خپلو پیک اپ موتړو کې د خپلو زده کړو مرکز ته چې نیژدی دوه ساعته له ګلې بادرل څخه فاصله لري ستنیږي .
XS
SM
MD
LG