د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

په سوريه کې څه تېرېږي؟


ه دمشق کې د ۲۰۰۱ کال تحولات هسی تش په نامه یو بدلون و
ه دمشق کې د ۲۰۰۱ کال تحولات هسی تش په نامه یو بدلون و
نیویارک تایمز لیکي، په دمشق کې د ۲۰۰۱ کال تحولات هسی تش په نامه یو بدلون و، ځکه په سوریې کې دیموکرات عناصر هیله من وو چې کله بشارالاسد چې په لندن کې یې زده کړې کړي، د خپل ظالم پلار ځای ونیسی نو بیا ممکنه ده چې د ظلم تغر ټول شي .

په سوریې کې د ۲۰۰۱ کال پسرلی پای ته ورسید خو په داسی حال کې چې د بدلون په تمه ډیر کسان د شکنجې په کوټو کې وو .

څلور کاله وروسته د بشر د حقونو پلویانو په دمشق کې د ملی دیموکراتیکو بدلونونو اعلامیه صادره کړه . په دې اعلامیه کې له بشار الاسد څخه غوښتل شوي وو چې ازاد پارلمانی انتخابات تر سره کړي . خو هغه په ځواب کې د دې سند لاسلیک کوونکي بندیان کړل .

تیره پینجشنبه د دمشق د اعلامیې یو لاسلیک کوونکی ، رضوان زیدي ، په واشنګتن کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته لاړ څو د عربانو د روان پاڅون په اړه د ولسمشر بارک او باما ارزونې ته غوږ ونیسي .

د عربانو اوسنی پسرلی، په مصر او تونس کې انقلابونه چې ورپسې یې د سوریې په ګډون په نورو عربی هیوادونو کې هم اعتراضونه وهڅول . په سوریې کې د مظاهره کوونکو په عکس العمل کې ولسمشر بشار الاسد پر هغوى د ډزو امر ورکړ .

جمهور ریس اوباما ددې تحولاتو په هکله په خپلې ارزیابۍ یا ارزوني کې یواځې یوه جمله وویله . هغه د بشار الاسد رژیم قاتل وباله خو په مستقیمه توګه یې د هغه ليرې کیدل ونه غوښتل.

ولسمشر اوباما وویل د سوریې واکمن لا هم امکانات لري . هغه کولی شی د دیموکراسی پر لوري لار غوره کړي او یا دا چې له لاری لری شي .

زیدي ددې خبرې هرکلی وکړ ویې ویل اوس بشارالااسد په دې پوهیدلی چې باید له قدرته ليرې شي .

د سوریې د خلکو اوسنی پاڅون چې د دې هیواد د خلکو د غوښتنو څرګندویي کوي د یوه لوی بدلون نښه ده . که څه هم دا هیواد د مصر په شان ډیر نفوذ او قدرت نه لري، خو په ځینو خاصو برخو کې پرمختګونه لري .

سر بیره پر دې د جغرافیایی موقعیت له امله سوریه په سیمه کې د سیاست د اتکا ټکى دی او د لبنان ، اسراییل او فلسطین په راتلوکې کې هم اساسی نقش لوبوی .

د بشري حقونو د څارنکو د اټکل له مخې په سوریې کې د وروستیو مظاهرو په لړ کې اته زره تنه وژل شوي او په زرګونه تنه نور نیول شوي دي .

د نیویارک تایمز په وینا د سوریې په اړه د متحده ایالاتو پالیسي په بېسارې توګه له ناکامی سره مخامخه ده. د دې پالیسۍ یوه خلا دا ده چې ویې نه کړای شول چې د د يپلوماتیکې لاری بشار الاسد کورنیو اصلاحاتو ته اړ کړی .

له ایران سره د سوریی اتحاد او همدا شان یې ونه شو کړای چې حزب الله او حماس کمزوری کړي او اسراییل د سولی په برخه کې توافق ته ورسوي .

لکه څنګه چې تیره اوونۍ جمهور ریس اوباما وویل ددې نسل لپاره د یوه نوی سیاست تصور د فلسطین د یوه باثباته دولت د رامنځته کیدو پرته او بې د یوه خوندي اسراییل څخه به له ستونزو ډکه مسله وي .
XS
SM
MD
LG