د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

ایساف:په افغانستان کې لا هم بهرني وسلوال شته


 په کابل کې د ایساف ځواکونو یو ویاند جنرال جوزیف بلاټس
په کابل کې د ایساف ځواکونو یو ویاند جنرال جوزیف بلاټس
په افغانستان کې د ناټو ځواکونه وایي، هغو اسنادو او شواهدو، چې د اسامه بن لادن د وژلو په مهال ترلاسه شوي له دوي سره په سیمه او نړۍ کې د القاعده د حملو په مخنیوي کې کافي مرسته کړې.

په کابل کې د ایساف ځواکونو یو ویاند جنرال جوزیف بلاټس د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د پاکستان په ایبټ اباد کې د شوېو عملیاتو په مهال د القاعده له فعالیتونو سره تړلي زیات اسناد او شواهد ترلاسه شوي دي.

که څه هم ښاغلي بلاټس د اسامه د وژنې روانې اغیزې موثرې وبللې، خو ویي ویل اوس لا وختې دې، چې د تروریزم په خلاف په روانې مبارزې یي د اغیزو په اړه څه وویلې شي، ځکه د ده په وینا القاعده لا هم موجوده ده:

(موږ به د القاعده او طالبانو په خلاف خپلې مبارزې ته دوام ورکړو، ځکه لا هم په سیمه کې او په ځانګړې ډول په افغانستان کې القاعده او طالبان موجود دي.

دلته د جنګ د پای ته رسولو لپاره او د امنیتي مسؤلتیونو د انتقال بهیر د ګړندي کولو لپاره هیڅ دلیل نشته او نه هم زموږ د ځواکونو د ویستلو لپاره.

موږ اړ یو، چې د اسامه بن لادن د وژلو له حقیقت سره سره د تروریزم په خلاف د جامع ستراتیژۍ له مخې خپلو هڅو ته دوام ورکړو.)

د بلاټس له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د لویدیځو سرچینو د معلوماتو له مخې لا هم په سیمه کې د القاعده ځینې مهم قومندانان موجود دي.

د اسامه له وژلو وروسته اوس دا ګمان په یقین بدل شوې، چې د دې شبکې او افغان طالبانو مشران او مهم غړي په پاکستان کې دي.

خو د جنرال بلاټس په وینا له دې شبکې او نورو افراطي ډلو سره تړلي وسله وال په افغانستان او په تیره بیا د هېواد په شمالي ولایتونو کې هم فعاله دي.

د بلاټس اشاره د ازبکستان د اسلامي غورځنګ فعالیتونو ته وه، چې د افغانستان په شمال کې یي د موجودیت په اړه رپورټونه ورکولې کیږي.

خو دا، چې د اسامه بن لادن وژل د دوي په فعالیتونو کوم اغیز کړې او که څنګه ده په دې اړه څه ویل بیا هم له وخت نه مخکې وبلل:

(دا، چې تاسو د ازبکستان د اسلامي غورځنګ فعالیتونه د اسامه بن لادن د وژلو لپاره له شوېو عملیاتو سره تړۍ زه اوس دا مسئله نه شم تاییدولې دا ځکه، چې اوس مهال زیات خوځښتونه او فعالیتونه موجود دي.

زه فکر کووم، چې اوس لا وختې دې او موږ باید انتظار وکړو، چې غبار کیني او بیا د اسامه د مړینې د اغیزو سمه ارزونه وکړو. )

د بلاټس له خوا د افراطي ډلو په وړاندې د مبارزې د دوام خبره په داسې حال کې کیږي، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې په پاکستان کې د وسله والو مشرانو په نښه کولو ټینګار کړې.

دا هغه څه دي، چې افغانستان کې یي هم ډیر کتونکي او خپله افغان دولت غوښتنه کوي، چې د ترهګرو په خلاف مبارزه باید د هغوې مرکزونو او اډو ته، چې له افغان پولو بهر ته ولیږدولې شي.
XS
SM
MD
LG