د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

په افغانستان کې د ایډز څه باندې ۶۰۰ پېښې ثبت شوي


د عامې روغتیا وزارت سرپرسته ثریا دلیل
د عامې روغتیا وزارت سرپرسته ثریا دلیل
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اندیښنه ښیي، چې په دې هېواد کې په ایچ،اې،وي ایډز د اخته کسانو شمېر سلګونو تنو ته رسیدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ثریا دلیل د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شپږسوه شپږ دیرش تنه په ایډز اخته شوي او دا شمېره مخ په ډیریدو ده.

ثریا دلیل وویل، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ایچ،اې،وي ایډز د تشخیص مرکزونه موجود دي او هرڅوک کولای شي چې په دې مرکزونو کې لازم معاینات ترسره کړي:

"د نړېوالو معیارونو له مخې د ایچ،اې،وي ایډز د تشخیص مرکزونه پټ یا محرم دي او هرڅوک چې پرې اخته وي نتیجه یې پټه ساتل کیږي.

دا ډول مرکزونه په ټول هېواد کې موجود دي او په ایچ،اې،وي ایډز اخته کسانو ته لازمې سلا مشورې ورکول کیږي.

څوک چې غواړي خپل معاینات ترسره کړي کولای شي او نتیجه یې په بشپړه توګه پټه ساتل کیږي."

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په افغانستان کې ایچ،اې،وي ایډز د پراخېدو په حال کې دی او باید چې د مخنیوي لپاره یې په ملي او نړېواله سطح هلې ځلې زیاتې شي.

د عامې وزارت سرپرستې دغه راز څرګنده کړه، چې دې په دې وروستیو کې د روغتیا د نړېوال سازمان په څلورشپیتمه غونډه کې هم ګډون کړی وو او غوښتنه یې کړې چې د سینه او بغل او نس ناستي د ناروغیو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې دوه ډوله واکسینونه هم ماشومانو ته تطبیق شي.

ثریا دلیل وویل، چې د دې واکسینونو له تطبیق سره به په افغانستان کې د ماشومانو د سینه او بغل او نس ناستي په ناروغیو کې په سلو کې اووه پنځوس کموالی راشي:

"دوه ډوله واکسینونه چې یو یې د سینه اوبغل او بل یې د نس ناستي پرضد دی ډیر ژر به معرفي شي.

په نړېواله سطح به افغانستان په راتلونکې میاشت کې د واکسین نړېوال ایتلاف ته وړاندیز وکړي چې یو له دغو واکسینونو څخه په دې هېواد کې ماشومانو ته تطبیق شي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې په افغانستان کې د هرکال په تیرېدو سره په ایچ،اې،وي ایډز د اخته کسانو شمېر زیاتیږي ، ویل شوي چې په دې وژونکې بلا د اخته افغانانو ډیر شمېر له بهرنه راغلي او له نورو هېوادونو نه یې دا وژونکې ناروغي دې هېواد ته راوړې ده.

دغه راز په افغانستان کې د سینه اوبغل اونس ناستي ناروغۍ هم ډیرې دي او هر کال سلګونه ماشومان د دې ناروغیو له امله مړه کیږي.

ډاکټران وایي، چې ایچ،اې،وي ایډزد نامشروع جنسي اړیکو او دغه راز د وینې له لارې نورو ته سرایت کوي او باید چې د مخنیوي لپاره یې د نورو هلو ځلو تر څنګ دعامه پوهاوي پروګرامونه هم ډیرعملي شي.
XS
SM
MD
LG