په دې وروستیو کې د دولت د وسله والو مخالفانو پر هغو اهدافو بریدونه زیات کړي چې په ملکي برخه کې خلکو ته خدمات رسوي. د دا ډول حملو اکثره قربانیان هم ملکیان دي.
په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر روغتون چې په کې د اکثرو ملکیانو درملنه کیږي، د تیرې ورځې په ځان وژونکې حمله کې چې طالبانو یې مسوولیت په غاړه اخیستی، لږ تر لږه شپږ د طب محصلان او استادان ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.
په پکتیا کې د سړک جوړونې د یوه شرکت پر کارګرو چې په دې ولایت کې یې د خلکو د هوساینې پر پروژې کار کاوه، په وسله وال برید کې له دېرشو زیات کارګر او د هغوی ساتونکي ووژل شول. د دې حملې مسوولیت هم وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.
په خوست کې نن( یکشنبه) د دولت وسله والو مخالفانو د دې ولایت د ټرافیکو پر مدیریت حمله وکړه چې په نتیجه کې یې د ملکي وګړو په شمول یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو د خوست د ټرافیکو پر مدیریت د نننۍ حملې مسوولیت هم په غاړه اخیستی.
د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون بريد:
پرون( شنبه) وسله والو طالبانو د کابل د سردار محمد داوود خان په پوځي روغتون کې ځانمرګی برید ترسره کړ چې په نتیجه کې یې د طب محصلانو او استادانو په شمول یو زیات شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. په دغه روغتون کې چې د کابل په زړه کې پروت دی، د ورځې لسګونو ناروغان معالجه کېږي. په پروني برید کې ډیر هغه کسان ټپیان شوي چې دې روغتون ته د درملنې لپاره ورتلل، یا د ناروغانو پایوازان وو.
ډیری افغانان پردا ډول تاسیساتو او هغو عام المنفعه ځایونو دا ډول حملې غندي چې عام ولس ترې ګټه پورته کوي.
د کابل یوه اوسیدونکي د سردار محمد داوود خان په روغتون کې د دغې ځان وژونکې حملې په اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
(زموږ افغانانو لپاره ډیره بده ده چې نړیوال ویني چې افغانان څومره بې رحمه دي چې حتی په روغتون کې پر خپلو ناروغانو هم رحم نه کوي. موږ طالبانو ته خواست کوو چې پر روغتونو، ښوونځیو، جوماتونو او نورو عام المنفعه ځایونو له حملو ډډه وکړي)
ملګرو ملتونو دغه برید غندلی او ویلي یي دي چې پرروغتیایي موسساتو چې پکې د ملکي وګړو درملنه کیږي او ملکیان پکې کارکوي، دا ډول بریدونه یوغیرمشروع عمل دی.
دا ډول حملو که له یوې خوا د خلکو اندیښنې زیاتې کړي خو له بلې خوا دوی پر امنیتي ځواکونو هم په قهر او غوسه دي چې ولې نه شي کولای د داډول حملو مخه ونیسي.(د پکتيا د خلکو شکايتونه دلته لوستلاى شئ)
د پیښې په ځای کې دو تنو افغانانو ازادۍ راډیو ته وویل:
١
(دوی امنیتي ځواکونه ولې له پېښې مخکې خبر نه وو او د مخنیوي لپاره یې اقدام نه کاوه؟ اصلاً دوی خپل ځان نه شي ساتلای نو موږ به څنګه وساتلی شي. دوی د دغې حملې هدف و- نه موږ)
٢
( موږ چې خپلو ناروغانو ته څه ډوډی وړو، شل قسمه تلاشي کیږو. خو دا څنګه امکان لري چې انتحاري له خپل واسکټ او چاودېدونکو موادو سره ننوځي. دوی په خپله په دې کې لاس لري، له موږ غریبانو سره خلک څه کار لري.)
د پوځی چارو کارپوهان دغه ډول حملې د وسله والو مخالفانو د جنګي ستراتیژۍ یوه برخه بولي. د پوځي چارو کارپوه جنرال امرالله امان پر افغان امنیتي ځواکونو هم انتقاد کوي چې د داډول حملو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي:
(د افغانستان بې کفایته امنیتي سکتورونه حتی دومره هم نه شي کولای چې د روغتون او د وزارت امنیت وساتي. دا ډول حملې د وسله والو مخالفانو او تخریبکارانو د ستراتیژۍ یوه برخه ده چې باید عملي یې کړي. خو د افغانستان د حکومت د بې تفاوتۍ له امله د دغو حملو ډیر زیان د افغانستان عامو وګړو ته رسیږي)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري، نن په یوه خبري کنفرانس کې پرته له دې چې د دا ډول حملو په مخنیوي کې د امنیتي ځواکونو ناکامۍ ته اشاره وکړي، د وسله والو مخالفانو د حملو د زیاتوالي درې عواملو ته ګوته ونیوله او ویې ویل:
(لومړی د هوا ګرمېدل او د اوړي راتګ، دوم د وسله والو مخالفانو له خوا د حملو د زیاتوالي اعلان او درېیم علت یې هم هم د هغوی له خوا رواني او تبلیغاتي کمپاین دی)
په پکتيا کې د سړک جوړونې پر شرکت مرګونى بريد:
تېره چهارشنبې د پکتیا ولایت د سړک جوړونې د یوه شرکت پر کارګرو چې په دې ولایت کې یې د خلکو د هوساینې لپاره پر یوې پروژې کار کاوه، په وسله والو برید کې له دېرشو زیات کارګر او د هغوی ساتونکي ووژل شول. د دې حملې مسوولیت هم وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.
د سړک جوړونې دې شرکت د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ته د متبادل سړک پر جوړولو کار کاوه څو په بشپړېدو سره یې د سیمې خلک ورڅخه ګټه پورته کړي.
د وژل شویو کارګرو د کورنیو غړیو او خپل خپلوانو د خپلو عزیزانو پر جسدونو اوښکې تویې کړي او پر وسله والو طالبانو له دې کبله په قهر او غوسه وو چې دغو خوارانو خو دغه سړک جوړاوه چې خلک ترې ګټه پورته کړي.
یو تن په ګردېز کې له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل:
( دوی خو سړک جوړاوه او د خپل وطن خدمت یې کاوه، وژل شویو کې شپږ تنه یې تنکي ځوانان وو، چې درې یې د یوې کورنۍ او درې نور یې د بلې کورنۍ غړي وو. بدبختانه چې د وطن او اسلام دښمنانو په ډزو سوري سوري کړل. دوی نه امریکایان وو او نه نور بهرنیان)
د پکتیا اوسیدونکودغه راز پرافغان او بهرنیو ځواکونو هم انتقادونه وکړل چې که د دغو کارګرو مرستې ته یې وردانګلي وی نو دغومره کسان به نه وای وژل شوي.
د پیښې یوه عیني شاهد عبدالروف ازادی راډیو ته وویل، کله چې پر دوی برید وشو، په مخابره کې یې پر افغان ځواکونو د مرستې لپاره ډیرې ناری وکړې خو چا غوږ پرې ونه ګراوه:
(د شپې څه کم دوه بجې وې چې موږ باندې برید وشو، تقریباً نیم ساعت موږ خپلو کې مقاومت وکړ، دوی زورور ول، شمیر یې زښت زیات و تقریبا له درې سوه زیات و او موږ نه شو کولای چې نور مقاومت ورسره وکړو.
زموږ مرستې ته د ورځې تردو بجو پورې هیڅوک هم رانغلل، په ګردیز کې مو دفتر په مخابره کې له افغان او بهرنیو ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه خو هیڅوک رانغلل، نه د ملي اردو سرتیري او نه هم امریکایان.)
په ننګرهار کې هم ملکي تلفات:
په همدی ورځ په جلال اباد ښار کې د وسله والو طالبانو له خوا په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه دیارلس تنه ووژل شول او شاوخوا شل تنه نور ژوبل شوي دي.
په دې حمله کې هم ډېره مرګ ژوبله عام ولس ته اوښتې وه.
تردې مخکې هم د سړک د غاړې بم چاودنو او ګڼه ګوڼه مرکزونو کې د انتحاري حملو ترڅنګ پریوشمیر هغو اهدافو په بریدونو کې ډیره مرګه ژوبله ملکیانو ته اوښتې چې فعالیت یې یوازې پر ملکي خدماتو متمرکز و.
طالبانو ولې دغه ډول حملې زياتې کړي؟
اوس پوښتنه داده چې ولې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې پر هغو اهدافو چې په کې ملکي خلکو ته د زیان اوښتو خطر زیات دی، حملو ته زور ورکړی؟ ایا دا د طالبانو د کمزورۍ نخښې دي او که دوی ته د عادي وګړو ژوند دومره مهم نه دی؟
حال داچې طالبانو د بدر په نوم د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو په اړه په خپله اعلامیه کې ژمنه کړې وه چې په دغو عملیاتو کې به تر ډېره بریده پر هغو اهدافو له بریدونو ډډه وکړي، چې ملکیانو ته د زیان اوښتو خطر په کې زیات وي.
خو له وروستیو بریدونو داسې ښکاري چې طالبان د عامو خلکو ژوند ته پاملرنه نه کوي.

د افغانستان بې کفایته امنیتي سکتورونه حتی دومره هم نه شی کولای چې د روغتون او د وزارت امنیت وساتي.
جنرال امان

بدبختانه چې د وطن او اسلام دښمنانو په ډزو سوري سوري کړل. دوی نه امریکایان وو او نه نور بهرنیان
د پکتيا يو اوسېدونکى