د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۰۰

د پكتيا په پېښه كې امنيتي چارواكي په بې پروايۍ تورن شول


پکتياوال وايي امنيتي ځواکونو پر وخت اقدام ونه کړ
د پكتيا ولايت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ كې څو ورځې مخکې د طالبانو له ډله ييز بريد څخه بچ پاتې شوي كسان پر بهرنيو او افغان امنيتي ځواكونو له دې امله نيوكه كوي چې د پېښې پر مهال يې د دوى دفاع ته ور ونه دانګل.

دغه كسان وايي چې كه يو له دغو ځواكونو څخه هم د دوى مرستې ته ورغلي واى، نو د نږدې شپېتو كسانو مرګ ژوبله به نه واى رامنځته شوې.

په دغه پنځه ساعته بريد كې چې د ګلاكسي سكاى په نوم د سړك جوړونې د يو شركت پر اډه تر سره شوى ۳۵ تنه ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپيان شول.

د دې پېښې يو تن عيني شاهد او د ګلاكسي سكاى په نوم د ياد شركت كاركوونكي عبدالروف ازادۍ راډيو ته ويلي چې په مخابره كې يې پر افغان امنيتي ځواكونو او ملي اردو د مرستې لپاره ډېرې نارې وكړې، خو هيجا پرې غوږ ونه ګراوه.

ديادې پروژې يو تن انجينر عبدالبصير هم وايي چې د پېښې سيمه ډېره خطرناكه ده پكې د وسله والو مخالفانو فعال مركزونه موجود دي.

نوموړي زياته كړه:

كله چې بريد كوونكو په لومړي ځل له جګړې لاس واخيست نو د تلفاتو شمېر ډېر كم و، خو زياتوي:

كله چې بيا طالبان په دې پوه شول چې افغان امنيتي ځواكونه سيمې ته نه راځي نو، دويم ځل يې بيا بريد وكړ او د مرګ ژوبلې زياته برخه په دې وروستي ځل بريد كې واوښتله.

دا چې ويل كېږي د دې جګړې پر مهال د سړك جوړونې له ياد شركت سره د افغان امنيتي ځواكونو له خوا هيڅ ډول مرسته نه ده شوې، چارواكي يې تاييدوي، خو له هغې وړاندې ګورو چې دوژل شويو كسانو خپلوان او د كورنيو غړي څه وايي:

(( د دې شركت ډېرى كاركوونكي غريب او ناداره خلك وو))

ويل كېږي په ياده پېښه كې افغان امنيتي ځواكونو له ياد ساختماني شركت څخه هيڅ دفاعي رول ادا نه كړ او د جګړې له پيل څخه ۱۲ ساعته وروسته يې خبريالانو ته يوازې او يوازې د پېښې تاييد وكړ، په اړه يې د پكتيا امنيه قوماندان جنرال عبدالغفار ساپى ځواب وايي.

ساپى د ياد شركت د كاركوونكو دغه نيوكه بې ځايه بولي چې ګويا افغان امنيتي ځواكونو ته يې د پېښې احوال وركړى دى.

خو پوښتنه دا ده چې آيا په دغه پېښه كې رښتيا هم افغان امنيتي ځواكونو بې پروايي كړې او كه د شركت پاتې ټول كاركوونكي دروغ وايي؟ په سپيناوي يې ياد وژل شوي كسان بيرته نه راګرځئ، نو اوس پوښتنه دا ده چې د پكتيا امنيتي چارواكي په ټولو سيمو كې د امنيت موجوديت په اړه ولې هر ځل نا سم معلومات وركوي؟

د ياد شركت د كاركوونكو په شمول په خپله امنيه قوماندان جنرال ساپى هم په ياده سيمه كې د طالبانو ازاد فعاليت تاييدوي.

نوموړي دې پوښتنې ته ځواب راكړ چې، پر دې برسېره چې په ياده سيمه كې د وسله والو طالبانو د موجوديت څخه خبر ياست، نو ولې وار له مخې د يادو سيمو په تصفيه كې پاتې راغلي ياست؟

نوموړي وويل:

(( دغه يوه اسيب پذيره سيمه ده، چې واقعاً هلته وسله وال مخالفين شتون لري، په دغه دره كې موږ مشخص عمليات لرو، چې د اميد د صفحې په نوم يادېږي، د افغان ملي اردو، ملي پوليسو په شمول ائتلافي ځواكونه هم په كې برخه لري، دغه منطقه كې نه خو شا او خوا سيمه كې عمليات كېږي، دغه موضوع چې راپورته شوې ده، دغه به موږ تعقيبوو))

د پكتيا امنيتي چارواكي، وروسته له هغې په سيمه كې د وسله والو طالبانو د ځواكمن فعاليت تاييدوي، چې د پنجشنبې په شپه په وزې ځدراڼ ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو په يو ډله ييز بريد كې د سړك جوړونې د يو خصوصي شركت ۳۵ تنه ووژل او له ۲۰ زيات يې نور ټپيان كړل

لمر نيازى – ازادي راډيو - پكتيا
XS
SM
MD
LG