د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۰

زاخیلوال:د هېواد اوسنۍ اقتصادي وده پر بهرنیو مرستو متکي ده


د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال
د افغانستان د اقتصادي سکتور جګ پوړي چارواکي وايي، په تیرو څو کلونو کې په دغه هېواد کې د شوي اقتصادي پرمختګ اساسي علت بهرنۍ مرستې دي او د دې لپاره چې په دغو مرستو پورې تړاو له منځه ولاړ شي باید کورنۍ سرچینې پیاوړې شي.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل، داسې نه ښکاري چې د نړېوالو مرستې دې له دوو دریو کلونو وروسته په همدې اندازه چې اوس دي دوام وکړي، نو له همدې امله باید بدیل ورته رامنځ ته شي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د دغو مرستو له کمېدو سره به د افغانستان روانه اقتصادي وده همداسې دوام ونه کړي او ستونزې به رامنځ ته شي:

(په افغانستان کې اقتصادي ودې ته د رسېدو لپاره په ځانګړې توګه د پانګوالۍ په برخه کې، تاسو باید په دې اړه فکر وکړئ چې د ملت عواید څنګه لوړ کړي، نه د حکومت.

د ملت عاید هغه وخت لوړیږي، چې تاسو د خلکو ته د کار زمینه برابره کړئ. د کار زمینه هغه وخت برابریدای شي، چې تاسو خلکو ته د کانونو او کرنې په برخو کې د پانګونې زمینه مساعده کړئ.

د دې لپاره همدا راز دې ته اړتیا ده چې موږ پانګه والو ته تشویقي امتیازات ورکړو، چې د ځمکې ستونزه هواره شي، د بریښنا ستونزه هواره شي، باید مالیه دومره لوړه ونه ټاکل شي چې یو پانګه وال یا وتښتي او یا هم د مالیې وزارت له مامور سره جوړجاړی وکړي او رشوت ورکړي.)

زاخیلوال وویل، چې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره د بهرنیو مرستو لومړۍ بدیل د کانونو برخه ده چې د نوموړي په وینا په دې وروستیو کې یې د ویستلو په برخه کې یو لړ اقدامات شوي.

د مالیې وزیر همدراز وویل، چې طبیعي سرچینو او د کرنې په برخه کې کار به وکولای شي چې له اقتصادي پلوه له پښو دریدلو سره مرسته کولای شي.

د وسلوالو طالبانو د نظام له راپرځېدو وروسته په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې په ملیارډونو ډالرو افغانستان ته راغلل چې نه یوازې د دولتي ارګانونو د ودې سبب شوې بلکې په بېلابېلو برخو کې یي خصوصي سکتور هم په حرکت راوستی.

مشرانو جرګې ته په خبرو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیس محمد قربان حقجو په حکومت انتقاد وکړ، چې د افغانستان د کرنې او کانونو په برخو کې یې چې د اقتصادی ودې لپاره مهم دي، د پام وړ کار نه دی کړی.

که څه هم په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو خبره کیږي، خو د راپورونو له مخې لا هم د افغانستان د اکثرو خلکو په ژوند کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

یو شمېر څیړنې ښيي چې د افغانستان شپږ دیرش فیصده خلک لا هم په فقر کې ژوند کوي. بل خوا نا امنی، په دولتي ادارو کې اداري فساد او بې کاري هغه لویې ستونزې بلل کیږي چې لا هم یو شمېر خلک ترې کړیږي.
XS
SM
MD
LG