په افغانستان کې د ترهګریزو پېښو ډیریدل بیلا بیل لاملونه لري، دا خبره د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري خبریالانو ته وکړه او ویې ویل، چې لومړی لامل د هوا ګرمېدل دي:
“لومړی د هوا ګرمېدل او د دوبي را رسېدل، دوهم د وسله والو مخالفینو له خوا د یو شمېر عملیاتو اعلان او دریم د رواني او تبلیغاتي کمپاین په خاطر دغه ډول عملیات ډیر شوي، زموږ په نظر د دغو دریو لاملونو له امله تیره اونۍ عملیات ډیر شوي.”
د ښاغلي بشري په خبره چې په تیره اونۍ کې د ولسي خلکو، پولیسو او ترهګرو مرګ ژوبله په بېلابېلو کچو کې لوړه شوې:
“ تیره اونۍ 111 وسله وال ترهګر وژل شوي، چې په تیره اونۍ کې 14 فیصده ډیروالی ښيي، له بده مرغه 82 ولسي خلک وژل شوي، چې 74 فیصده ډیر والی ښيي، 29 تنه د هېواد ملي پولیس د نظم او امنیت په لاره کې وژل شوي، د پولیسو په برخه کې موږ د 6 فیصده ډیروالي شاهدان یو.”
که څه هم د کورنیو چارو وزارت دا مني چې د وسله والو مخالفینو په ترهګریزو حملو کې 5 فیصده ډیروالی راغلی، خو پر دې ټکي هم ټینګار کوي، چې د مخالفینو جنګي وړتیا کمزورې شوې ده.
خو د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال ډیویډ پتریوس په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د دې کال په دوبي کې به د ترهګرو او وسله والو حملې خوځښتونه ډیر شي.
جنرال پیټریوس وايي، په دغو اټکل شوو حملو کې کېدای شي ډیر مرګ ژوبله ولسي خلکو ته پیښه شي.
دغه امریکايي چارواکی داسې وخت د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د ډیرېدو په اړه اندېښنه ښيي، چې ویل کیږي، په ډیرو غونډو کې پر بهرنیو او افغان ځواکونو سخت انتقادونه کیږي، چې د ولسي خلکو ژوند ته پام نه کوي.
ملګرو ملتونو هم د جګړې له ټولو خواو غوښتي، چې د ولسي خلکو ژوند ته پام وکړي.
معصوم میوند- کابل