د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۴

افضلي:په افغانستان کې به د بېکارۍ علتونه وڅېړل شي


 د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه افضلي
د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه افضلي
که څه هم په افغانستان کې د بې کارۍ په اړه تر اوسه پورې کوم رسمي شمېره نه ده موجود، خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې په هېواد کې د بې کارۍ کچه مخ په لوړېدو ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره امنه افضلي وایي، په پام کې لرې، چې سږکال داسې سروې وکړي چې په هغه کې په افغانستان کې د بې کارۍ لاملونه هم وڅیړلې شي.

میرمن افضلی وویل، چې دوي بې کاره ځوانانو ته د کار د موندلو لپاره له ځینو هېوادونو سره خبرې کړي، خو د دې په وینا په افغانانو کې د بې کارۍ یو اساسي علت د ماهره کارګرانو کمښت دې:

(موږ ډیر شمېر غیر مسلکي کارګر لرو، په دې اړه که څه هم موږ د نورو هېوادونو په ځانګړی ډول د عربي هېوادونو سره تړونونه لرو چې زموږ ځوانانو ته دندې ورکړې خو زموږ ځوانان مسلکي نه دي او د دې لپاره دوي باید لومړی وروزل شي.

د همدې ستونزې د هوارې لپاره موږ روزنیز حرفوي او فني کورسونه برابر کړي دي څو غیر ماهره کارګر مسلکي کړو او بالاخره د کار بازار ته ورګډ شي.)

میرمن افضلي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې له کار سره د تړلو دریو ادارو ترمنځ د یوې ګډې ناستې په مهال وکړې.

په دې درې اړخیزه غونډه کې، چې د کار د نړېوال سازمان په تخنیکي همکارۍ جوړه شوې په افغانستان کې د بې کارۍ لاملونه او د کارګرانو په وړاندې پرتو ستونزو ته د حل لارې وموندلې شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د کار د نړېوال سازمان مشر هروې بغژې هم دا تاییدوي، چې د بې کارۍ کچه مخ په لوړیدو ده.

د ده په وینا د افغانستان د نفوس په سلو کې اویا ځوانان جوړوي چې باید د کار زمینه ورته برابره شي.

ښاغلي بغژې د کار او ټولنیزو وزارت ته ډاډ ورکړ، چې په دغه برخه کې د شتو ستونزو په هواري ورسره لازمه همکاري وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د بې کارۍ یوې ستونزې ته، چې د ماهره کارګرانو نشتوالې دې مخکې اشاره وشوه، خو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې استازې عبدالسلام کوهي، چې په دې غونډه کې موجود وو، ځینو نورو لاملونو ته هم اشاره کوي.

دې په هېواد کې د صنعت روان کمزور حالت هم په ځوانانو کې د بې کارۍ د کچې د لوړیدو یو علت بولي:

(د کافي ځمکې، بریښنا او اوبو نشتوالی اساسي ستونزې دي، که وګورو موږ له څومره اوبه او ځمکه چې لرو له هغې څخه کار نه شو اخیستلای.

همداسې لومړې خو بریښنا نه لرو او که یي ولرو نو بیه یي ډیره لوړه ده چې فابریکي مو نه شي کولای د نړۍ د نورو هېوادو له فابریکو او تولیداتو سره مسابقه وکړي.

هیله ده، چې په دې اړه ګډ کار وشي او د حل لپاره یي سمې پریکړې وشي، څو وکولای شو چې اقتصادې ودې ته ورسیږو چې زموږ د ټولو هدف دی.)


دا په داسې حال کې ده چې په راتلونکو څو ورځو کې به د کار سلمه نړېواله ورځ په ژینو کې ولمانځل شي او د دې سیمینار وړاندیزونه به په دغه کنفرانس کې د افغانستان د کارګرانو د ستونزو په استازیتوب وړاندې شي.

خو دا چې دا درې ادارې به په دې کنفرانس کې د کارګرانو ستونزې څومره درجه بندي او د حل لارې یی پیدا کړي، لا څرګنده نه ده خو د کتونکو په وینا بې کاري ځوانان له ډول ډول ټولنیزو ستونزو سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې د بې کارۍ ستونزې له هېواده د غیر قانوني مهاجرتونو بهیر هم تند کړې، چې له امله یی افغانان بهرنیو هېوادونو ته د دا ډول سفر په مهال له مرګونو پیښو سره هم مخامخ کیږي.

د انډونیزیا او یونان په اوبو کې د غیر قانوني افغان مهاجرینو د بیړیو د ډوبیدو په پیښو کې په لسګونو افغان ځوانان د سمندري ژوو ښکار شول.

د کتونکو په وینا که د بې کارۍ د ناسور د علاج لپاره غوره ګامونه پورته نه شي، نو ممکن د هېواد اوسنې نسل، چې لا د مخه د جنګونو له کبله ځپل شوې له نه جبیره کیدونکي ناورین سره مخامخ شي.

رپورټ: مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG