د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د مخابراتو وزارت د کارونو پر همغږۍ او بودیجې خبرې وکړې


د مخابراتو وزارت وایي، چې په دې غونډه کې د خپلو ولایتي چارواکو د نظریاتو په راټولولو سره به وکړای شي، چې د مخابراتي خدماتو پوښښ لا پراخه کړي.

دغه درې ورځنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ په کابل کې پیل شوه، چې د بېلابېلو ولایتونو د مخابراتو مسولینو په کې برخه اخیستې وه.

د مخابراتو سرپرست وزیر امیرزی سنګین د غونډې په پیل کې د دغوناستو هدف داسې په ګوته کړ:

(لومړی هدف یې د مخابراتو د وزارت د مرکزي ادارې او ولایتي ریاستونو تر منځ د همغږۍ را منځ ته کول دي، تر څو د دوي په کارونو کې همغږي رامنځ ته شي.

دویم هدف یې ستاسو راتګ دی او دریم هدف یې د مرکزي اداراتو له خوا د راتلوونکي کال پلان او عادي او انکشافي بودیجه ده.)

ښاغلي سنګین خپل راتلونکی پلانونو هم تشریح کړل، چې په کې د مخابراتي خدماتو پراخول، د انټرنټ د اسانتیاو برابرول، د انټرنټ او ټیلیفوني خبرو د بیو کمښت او د نوري فایبر پراختیا شامله ده.

د غونډې لومړی هدف د مخابراتو د وزارت د مرکزي ادارې او ولایتي ریاستونو تر منځ د همغږۍ را منځ ته کول دي

ښاغلى سنګين

د دغې غونډې ګډونوالو چې تر ډیره د ولایتونو د مخابراتو مشران وو، وویل: سره له دې چې د مخابراتو په برخه کې ځینې پرمختګونه شوي خو تر اوسه هم امنیتي ستونزو په ډیرو ځایونو کې د دوي د فعالیت مخه بنده کړې ده.

د کندهار د مخابراتو ریس شاه محمد اسحاق په دې اړه وویل :

(ځینې ولسوالۍ شته چې د مخابراتو تر پوښښ لاندې نه دي راغلي تر اوسه هم موږ د هغو په اړه مشکلات لرو، خو په خپله دننه د ښار کې موږه پوستې برخه او تخنیکي برخه د مخابراتو ټول څلورویشت ساعته فعال دي.)

اوس په هېواد کې د یوه دولتي مخابراتي شرکت ترڅنګ څلور نور شخصي مخابراتي شرکتونه فعالیت کوي چې تر ډیره یې د موبایل ټیلیفونونو اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

که څه هم د هېواد په ځینو برخو کې خلک د مخابراتو له پوښښ څخه خوشاله دي، خو د خبرې کولو له زیات لګښت څخه سرټکوي.

د هېواد په ځینو نا امنه ولایتونو کې بیا خلک له دې شکایت کوي، چې د شپې له خوا ځینې مخابراتي شرکتونه خپل فعالیت بندوي.

راپور:اسدالله لودین، کابل
XS
SM
MD
LG