د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۱

خوست:ټوله برید کوونکي ووژل شول


د خوست سیمه ایز چارواکي وایي، چې ټول هغه حمله کوونکي ووژل شول چې د دې ولایت د ټرافیکو پرمدیریت یې نن سهار حمله کړې وه.

د خوست یوه امنیتي مسوول چې خپل نوم یې څرګند نه کړ ازادۍ راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې درې پولیس، یو د ملي اردو عسکر، یو ملکي وګړی او درې حمله کوونکي وژل شوي چې څلور پولیس او درې بهرني سرتیري ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حملې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې، چې تر پنځوسو زیات افغان او بهرني پولیس او سرتیري یې وژلي دي خو د خوست امنیتي مسوولان دا ادعا ردوي.

بهرنیو ځواکونو لا تر اوسه د خپلو عسکرو د ټپې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

په خوست کې سیمه ایز چارواکې وایي، چې په سیمه کې دا مهال وضع تر کنټرول لاندې ده.
XS
SM
MD
LG