د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۱۹

امریکا:موږ به په لیبیا کې د بشري عملیاتو ملاتړ بس نه کړو


نیویارک ټایمز وايي، د لیبیا عملیات د جمعې په ورځ دې ضرب الاجل ته ورسېدل، خو پینټاګون او پوځي چارواکي وايي د لیبیا په عملیاتو کې به د امریکا برخه اخیستنه له کوم بدلون پرته دوام وکړي.

په دې کې د پې پیلوټه الوتکو هغه بریدونه هم شامل دي چې په لیبیا کې یې په حکومتي ځواکونو توغندي توغوي لکه د پنجشنبې او جمعې په ورځو چې پېښ شول .

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د امریکا د ملي امنیت د شورا د ویاند ټامي ویټور له خولې وايي ، موږ به په لیبیا کې د ناټو په مشرۍ د دې بشري عملیاتو ملاتړ بس نه کړو .

په عین حال کې ورځپاڼه د ناټو د چارواکو له خولې وايي، چې پوځي عملیات یې اغیزمن وو او د قذافي د حکومت چې مشران یې پر یاغیانو د پرلپسې بریدونو څخه منع کړي او اوس د ځان پټولو په غم کې دي .

د ناټو د پوځي څانګې ویاند مایک براکن ویلي، معمر قذافي ځان پټ کړی دی .

نیویارک ټایمز زیاتوي د جمعې په ورځ ناوخته سپينې ماڼۍ د کانګرس مشرانو ته استولی یو لیک خپور کړ چې په کې د لیبیا له عملیاتو څخه دفاع شوې ده او وپه کې ویل شوې دي.

له دې ماموریت څخه د کانګرس ملاتړ به د دې تاریخي نړېوالو هڅو کې د امریکا ژمنیتا په ډاګه کړي .

داسې یو پریکړه لیک زموږ د اساسي قانون د چوکاټ د موادو له مخې هم مهم دی او د یوې مهمې ملي امنیتي مسلې په اړه به د سیاسي څانګو د یو والي ښکاروندي هم وي .

خو په عین حال کې ورځپاڼه زیاتوي چې د کانګرس مشرانو بیا د دې عملیاتو د دوام په اړه د پریکړه لیک په تصویب کې لږه لوالتیا ښودلې ده او داسې نښې ښکارې چې په دې اړه به سیاسي ناندرې زور واخلي .

تر دې مخه د چارشنبې په ورځ د کانګرس شپږو غړیو ولسمشر اوباما ته یو لیک واستوو او هغه ته یې وریاده کړه چې په لیبیا کې د امریکا د وسلوالو ځواکونو څخه د کار اخیستلو د بندولو ضرب الاجل رارسیدلي .

دوي په دې لیک کې له ولسمشر اوباما پوښتلې و چې ایا غواړي د جګړیزو ځواکونو پریکړه لیک ومني او کنه ؟

د پنجشنبې په ورځ د کلفورنیا جمهموري غوښتونکي استازي هوارډ پي مکیون چې د امریکا د استازو په مجلس کې د وسلوالو ځواکونو د کمېټې مشر دی هم ولسمشر اوباما ته ورته لیک واستوه او ټینګار یې وکړ چې د لیبیا د عملیاتو د درولو ضرب الاجل رارسیدلې دی .

د اوباما د ادارې چارواکو په دې اړه چې د کانګرس له اجازې پرته او د ضرب الاجل له رارسیدو ورسته ولې په لیبیا کې د هوايي عملیاتو ته دوام ورکوي او څنګه یې په قانوني توګه توجیه کوي کوم نظرنه ده وړاندې کړي .

خو ټینګار کوي چې ولسمشر لیبیا ته د ځواکونو په استولو کې د کانګرس اجازې ته اړتیا نه لري او وايي ولسمشر کولی شي هغو محدودو جګړو ته چې ملي ګټو پورې تړلي وي سرتیري واستوي ، او د لیبیا شخړه همداسې یوه مسله ده .
XS
SM
MD
LG