د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۳

داود خان روغتون: چاودنې 6 تنه وژلي او 23 یې ټپي کړي


د افغانستان د دفاع وزارت وايي، چې په کابل کې د سردار محمد داود خان په 400 بستریزه روغتون کې په شوې چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمېره 6 او د ټپي شوو شمېر 23 تنه رسېدلی.

په کابل کې تر دفاع وزارت وروسته د سردار محمد داود دغه پوځي روغتون په ملي پوځ پورې تړلې دویم ستر مرکز دې، چې د وسله والو مخالفینو تر حملې لاندې راځي.

چاودنه د شنبې په ورځ غرمه مهال په دې روغتون کي د پوځي طبي محصلینو په یوه خیمه کې وشوه، د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ازادۍ راډیو ته داسې وویل:

“پر دوولسو بجو د کابل په 400 بستره روغتون کې په یوه خیمه کې، چې د ډوډۍ د خوړلو لپاره درول شوې وه چاودنه وشوه.

تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم، خو په غالب ګومان یوه چاودنه وه.”

له روغتون څخه ځینو کسانو د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، چې په وژل شوو او ټپي شوو کسانو کې تر ډیره د پوځي طب استادان او محصلین شامل دي.

تر دې چاودنې وروسته بیا هم خلک پر امنیتي ځواکونو انتقادونه کوي، چې د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي:

“تر پیښي مخکې ولې دوي خبر نه وي، دوي دې خپل ځان وساتي موږ دې نه ساتي، دغه کسان موږ ته نه دوي ته راځي.

انسان څه فکر وکړي موږ یوه ټوټه ډوډۍ وړو څلویښت ځله تلاشي کیږو، خو ځان وژونکی له واسکټ سره ننوزي او ځان چاودي، چې دوي نه دي نو څوک دي موږ یو، ناروغان مو په روغتون کې د کوما په حالت کې دي موږ نه ورپریږدي”

د پوځي چارو کارپوهان دغه ډول چاودنې او حملې د وسله والو طالبانو د جنګي ستراتیژۍ یوه برخه بولي.

امرالله امان د دا ډول پېښو په وړاندې د امنیتي ادارو په چلند انتقاد کوي او وایی، چې نه دي توانیدلي، چې د داسې حملو مخنیوې وکړي.

“ د افغانستان بې کفایته سکتورونه دونه نه شي کولای، چي ان د وزارت او یوه روغتون امنیت ونیسي.

دا د وسله والو تخریب کارانو د ستراتیژۍ یوه برخه ده چې عملي کوي یې، خو په مقابل کې یې د افغان حکومت د بې تفاوتي له امله خلکو ته زیان رسیږي.”

تر دې مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو له خوا، په پوځي ځایونو کي دغه ډول حملې او چاودني شوي.

تر دې مخکي د افغانستان په دفاع وزارت کې دننه یوه ځان وژونکې حمله وشوه، چې یو شمېر ساتونکي یې مړه او ټپیان کړه.

خو د دې حملې په اړه څیړنې لا بشپړې شوې نه وې، چې د سردار محمد داؤد خان په پوځي روغتون کې دا حمله وشوه.

وسله والو طالبانو د دې حملې مسؤلیت هم منلې او ویلي، چې دا حمله د دوي د دوو کسانو له خوا شوې، چې په کې له پنځلسو ډیر کسان وژل شوي، خو چارواکي یوازې د شپږو کسانو وژنه تاییدوي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG