د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۲

مدني ټولنې: باید د هېواد په مهمو مسایلو کې د پرېکړو حق ولرو


په افغانستان کې د مدني ټولنو استازي په یوې غوڼده کې ګډون لپاره ایټالیا ته ځي.
په افغانستان کې د مدني ټولنو استازي په یوې غوڼده کې ګډون لپاره ایټالیا ته ځي.
د هیواد د شپیتو فعاله مدني ټولنو استازو چې د شنبې په ورځ یې د خپلو هڅو د همغږي کولو اعلان وکړ، وویل، چې دوی هڅه کوي وروسته له دې د هېواد په مهمو مسالو کې د پریکړی حق ولري.

د مدني ټولنې غړي او د کلید ګروپ ريیسې نجیبې ایوبي په دې مراسمو کې وویل، چې د مدني ټولنو د فعالیتونو په همغږې کولوسره به دا ټولنې، د ملي مسالو په برخه کې د خلکو غوښتنې افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته انتقال کړي.

″کله چې د مدني ټولنو بنسټونه په همغږۍ سره عمل کوي، غواړي افغان دولت ته یو پیغام ورکړی، هغه دا چې موږ له افغان دولت څخه غواړو، چې زموږ غوښتنې هم بابیزه تېره نه کړي، د ملي مسلو په برخه کې دې د مدني ټولنو له یو او یا له دوو بنسټونو څخه دې په سبمولیک ډول کار نه اخلي.

مخکې له دې هم داسې شوي، چې د مهمو مسولو په سر د مدني ټولنې یوه یا دوه بنسټونه ان کله یو کس دعوت شوي او له هغې څخه یې د مدني ټولنې د استازي په توګه کار اخیستی دی، وروسته له دې افغان دولت باید زموږ غږ واوري او په پریکړو کې دې مدني ټولنې شریکې کړي.″

کله چې د مدني ټولنو بنسټونه په همغږۍ سره عمل کوي، غواړي افغان دولت ته یو پیغام ورکړی، هغه دا چې موږ له افغان دولت څخه غواړو، چې زموږ غوښتنې هم بابیزه تېره نه کړي

مېرمن ايوبي

د افغانستان د مدني ټولنې غړي داسې مهال د خپلو فعالیتونو د همغږۍ کولو خبر ه کوي، چې ټاکل شوې، د روانې میاشتې په در ویشتمه نيټه د دې ټولنو یو درویشت کسیزه پلاوی ایټالیا ته سفر وکړي.

د مدني ټولنو د دفتر مسول، حمید الله ځاځي وویل، چې دغه پلاوی به د پنځو ورځو لپاره روم ته سفر وکړي او د هغه هیواد د مدني ټولنو، د پارلمان له غړو او ځینو نورو چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلی ځاځی وایي، د دې سفر هدف د روم د مدني ټولنو سره دافغانستان د مدني ټولنو د اړیکو ټینګښت او د نظرونو تبادله ده.

″د درویست مدني ټولنو بېلابېل استازي دي، چې د افغانستان له ولایتونو او مرکز څخه په کې ګډون لري، دوی به پنځه ورځني کنفرانس کې په دوو پړاونو کې سره له دې چې په ټاکل شوي مسایلو باندې به غږیږي هڅه به وشي، چې د اروپايي ټولنې استازو سره، د اروپایي ټولې د پارلمان غړو سره او د ایټالیا له جمهور رییس سره هم خبرې اترې وشي او دوی سره د افغانستان روان حالت شریک شي.″

د مدني ټولنې استازي داسې مهال د هېواد څخه د باندې له مدنې ټولنو سره د خپلو اړیکو د پیاوړتیا په لټه کې دی، چې په دې غونډه کې د مدني ټولنې یوبل غړي میر احمد جوینده، په نړیواله ټولنه هم انتقاد وکړ.

نوموړي نړیواله ټولنه پړه وګڼله، چې په تیرو لسو کلونو کې یې د افغانستان مدني ټولنو ته د یوې ډیموکراټیکې پروسې نه بلکې د یوې پروژې په توګه کتلي.

د ښاغلي جوینده په وینا د انتقالي عدالت، د سولې د عالي شورا او د بودیجې د مصرف په برخه کې مدني ټولنې نه دي پوښتل شوي.

ده وویل، چې د افغانستان مدني ټولنې په دې ټینګار کوي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې او امریکا ته د پوځي اډو د ورکولو په پروسه کې شفافیت موجود وي او د دې ټولنو د استازو په موجودیت کې پریکړه وشي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG