خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې په یو تفصیلي مطلب کې د پکتیا د وزې ځدراڼ په ولسوالۍ کې د سړګ جوړونې د شرکت د کار کوونکو د وژلو یو انځور وړاندې کړی.
ورځپاڼه لیکي، چې د سړک جوړولو د شرکت دې کارګرانو، چې د عزیزانو په ویر او ماتم یې د ګردیز روغتون انګړ په خپل سر اخستې وو د خپلې غلط فهمۍ قرباني شول.
د ورځپاڼې په وینا دوی فکر کاوه، چې دوی په جګړه کې ښکیل نه دي او وسله وال مخالفین به هم له دوی سره کوم کار نه لري.
د دوی په فکر دوی د بیارغونې په یو داسې کار بوخت وو، چې د وسله والو مخالفینو عزیزان هم ترې ګټه پورته کولی شي.
خو ورځپاڼه لیکي، چې دا هر څه د دوی د تصور په خلاف پیښ شول او وسله والو پر دوی په خپله حمله کې له دېرشو زیات کارګران ووژل.
ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې دا د اسامه بن لادن د غچ اخستلو یوه هڅه بللی، خو پوښتلي، چې دا غچ له چا واخستل شو؟
ویسا خپلواکې ورځپاڼې د دې پیښې په اړه په یو مطلب کې دا انتقاد کړی، چې د سړک جوړولو په دغه شرکت د جوړ شوي ناتار په مهال بهرنیو ځواکونو څه کول؟
د ورځپاڼې په وینا د دغه شرکت کارکوونکو د څو ساعتو لپاره له حمله کوونکو سره مقاومت وکړ او په دې ترڅ کې له کورنیو او بهرنیو ځواکونو څخه مرسته وغوښتله.
د ورځپاڼې په وینا کورني ځواکونه خو تل د وسایلو له نشتوالي سر ټکوي، خو که بهرني ځواکونه په داسې مواقعو کې مرسته نه شي کولی، نو د دوی د موجودیت معنی به څه ده؟
ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د دې پیښې په اړه د افغان ولسمشر غبرګون راخستی، چې ویلي یې دي، وسله وال مخالفین غواړي، چې افغانستان د تل لپاره د پردیو محتاج وي.
د ورځپاڼې په وینا دې پیښې ولسمشر ډیر خواشینې کړی او ویلي یې دي، چې وسله والو مخالفینو په دې عمل سره یو ځلې بیا دا ثابته کړه، چې د هیواد د ترقۍ او پرمختګ دښمنان دي.
هیواد دولتي ورځپاڼې هم د سړک جوړونې د شرکت د کارګرانو وژل د بیارغونې له روان بهیر سره دښمني ده.
ورځپاڼې که څه هم دا ډاډ څرګند کړې، چې دا ډول بزدلانه حملې به د بیارغونې او ابادي لپاره د افغانانو اراده زیانمنه نه کړي، خو په ورته وخت کې له امینتي ادارو غوښتي، چې د داسې پروژو لپاره غوره امنیتي تدابیر ونیسي.
هیواد له خلکو هم غوښتي، چې د بیارغونې د پروژو د امنیت په ساتلو کې فعاله برخه واخلي او پرې نږدي، چې دښمنان په خپلو حملو سره دا بهیر زیانمن کړي.
د القاعده نوي تشکیلات او د سپټمبر په حمله کې د ایران د ښکتیا په اړه نوي پرمختګونه هم د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې راخستل شوي.
ویسا په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې سیف العادل مصري به د اسامه لنډ مهاله ځای ناستې وي او ایمن الظواهري به د پخوا په شان د پوځي چارو سرپرستي کوي.
خو ورځپاڼې لیکلي، چې ممکن په راتلونکې کې د القاعده مشري حمزه یمني ته ورکړای شي او د رهبرۍ په تشکیلاتو کې بدلون راوستلی شي.
ملي ارمان بیا په یو مطلب کې لیکلي، چې ایران د سپټبمر د یولسمې د حملو په اړه له مخکې خبر و او د دې حملې په پلانولو کې مهم رول درلود.
ورځپاڼه لیکي، چې په دې حمله کې د ایران د ښکتیا په اړه اسناد، چې د ایران د دوو استخباراتي مامورینو له خوا برابر شوي په امریکا کې د منهاټن محکمې ته سپارل شوي.