د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

پاکستاني ملیشو پنځه بېګناه چچنیایان ووژل


پاکستاني ملیشو ویلي وو، چې له وژل شوو کسانو سره چاودېدونکي واسکټونه وو.
پاکستاني ملیشو ویلي وو، چې له وژل شوو کسانو سره چاودېدونکي واسکټونه وو.
د مې په اوولسمه نېټه په كوټه كې د درېوو ښځو په شمول پينځه تنه چچنيايان د پوليسو او ملېشه سرتېرو په ډزو وژل سوي دي. په دوى كې يوه دوه ويشت كلنه مېرمن اووه مياشتنۍ حامله بلل شوې ده.

د بلوچستان والي د دغو چچنيايانو د وژلو د قضيې د څېړلو لپاره د ځانګړې محكمې امر صادر كړى دى. ملېشه ځواكونو دغه كسان ځانوژونكي او ترهګر بللي وو.

د تېرې سې شنبې په ورځ په كوټه كې پوليسو او ملېشه ځواكونو پينځه تنه په ډزو و وژل، چې ويل يې، چچنيايان وو او ځانوژونكي واسكټونه او وسلې ورسره وې، خو وروسته د ځينو عيني شاهدينو له خوا دا خبره په ډاګه شوه، چې دغو كسانو هيڅ ډول وسله له ځانه سره نه لرله او د ملېشه ځواكونو سرتېرو پر دغو پينځو تنو- چې درې يې مېرمنې او دوه نارينه وو- له دې ډاره ډزې وكړې، چې د دوى خواته را روان وو او دوى پرې د ځانوژونكيو ګومان كړى وو.

د كوټې د پوليسو مشر داود جونېجو د سې شنبې په ورځ تر پېښې سمدستي وروسته رسنيو ته ويلي وو، چې دغو كسانو ځانوژونكي واسكټونه اغوستي وو، ځكه نو پوليس او ملېشه سرتېرو په ډزو و وژل، خو وروسته يې په دې اړه يوې خبري غونډې ته خپل موقف بدل كړ او ويې ويل چې دغه كسان د هغو چاودېدونكيو موادو له چاودلو وژل شوي، چې له ځانه سره يې لرل:

″دوى د هغو لاسي بمونو له چاودنو څخه وژل شوي، چې له ځانه سره يې لرل، دوى د پېښې پر وخت پر پوليسو لاسي بمونه ور غورځول ځكه نو پوليسو او ملېشه سرتېرو پرې ډزې وكړې.″

د ملېشه ځواكونو يوه مشر ډګروال فيصل هم د سې شنبې په ورځ تر پېښې سمدستي وروسته رسنيو ته داسې ويلي وو:

″لاسي او نور بمونه د دوى په بدنونو پسې تړلي دي.″

د جمعې په ورځ د كوټې په لوى دولتي روغتون بي. اېم. سي كې د دغو پينځو وژل سويو چچنيايانو طبي معاينات يا پوسټ مارټم بشپړ شو، د روغتون له خوا په خپاره شوي رپوټ كې ويل شوي، چې د وژل سويو پينځو چچنيايانو پر بدنونو ټولې د مرميو نخښې دي.

رپوټ وايي، چې د يوې ښځې له بدنه څلور مرمۍ را ايستل شوي او يوه بله مېرمن چې وژل شوې د اوو مياشتو ماشوم يې هم په نس وو، چې عمر يې له دوه ويشتو تر پينځويشتو كلونو پورې ښوول دى.
په وژل شوي کې یوه میرمن د اوو میاشتو امیدواره وه


د درېيمې مېرمنې له بدنه اته مرمۍ را ايستل شوې دي، چې وايي شپېته ډالره يې هم ځنې تر لاسه كړي دي او د دوو نارينه وو له بدنه دوې- دوې مرمۍ را ايستل شوې دي.

د روغتون د جراحۍ د څانګې ډاكټر سيدباقرشاه وايي، وژل شوي كسان له ډېر نيژدې څخه په ډزو ويشتل شوي دي او داسې هيڅ شواهد نه شي وړاندې كولاى، چې ګواكې وژل شوي كسان دې د چاودېدونكيو موادو له چاودلو څخه وژل شوي وي:

د پېښې يو عيني شاهد تر پېښې سمدستي وروسته رسنيو ته ويلي وو، چې د پېښې ځاى ته نيژدې روان وو، چې د ډزو ږغونه يې واورېدل او يوۀ څنګ ته غلى ودرېد:

″ډېرې زياتې ډزې وشوې، بېشمېره مرمۍ وچلېدې، تر ډزو وروسته يو تن چې په ډزو لګېدلى و، لاس پښې يې ښورول چې يوۀ ملېشه سرتېري پرې ډزې وكړې او هغه يې هم وواژه.″

پوښتنه دا ده چې كه دغو كسانو پر پوليسو او ملېشه سرتېرو بمونه ور غورځولي وي، نو بمونه ولې چاولي نه دي او كه چاودلي دي نو ولې ورڅخه سرتېرو ته زيان نه دى رسېدلى.

خو دا نه ده ثابته شوې چې آيا وژل سويو چچنيايانو له ځانه سره وسله لرله هم كه نه؟

د ځينو مالوماتو له مخې دغه چچنيايان د كچلاغ سيمې او د كوټې د هوايي ډګر د پوليسو پر امنيتي پوستو هم پوليسو درولي وو او د زياتو پيسو غوښتنه يې ځنې كړې وه، خو دوى ورته پيسې نه وې وركړې، چې بيا پوليسو د كوټې خروټ اباد سيمې ته څېرمه د خېزۍ چوك د پوليسواو ملېشه ځواكونو امنيتي پوستې ته ناسم خبر وركړى وو، چې ګواكې په يوه كرولا موټر كې ترهګر در روان دي او هغوى پرې له پوښتنې ګروېږنې پرته ډزې وكړې او ويې وژل.

د بلوچستان اعلى وزير نواب اسلم رئيساني هم د جمعې په ورځ د ايالتي كابينې تر غونډې وروسته د بلوچستان د اعلى محكمې ستر قاضي عيسى فايز ته امر صادر كړ؛ چې يوه ځانګړې محكمې دې دايره شي او د وژل سويو چچنيايانو د وژنې قضيه دي وڅېړي.

تر لومړنيو پلټنو وروسته د بلوچستان ايالتي چارواكي په دې نتيجه رسېدلي چې د درېوو مېرمنو په شمول پينځه واړه وژل شوي چچنيايان بېګناه او پرته له كوم ثبوته د ترهګرو په نوم وژل سوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د بلوچستان والي ذولفقار علي مګسي هم د پنجشنبې په ورځ د دغو وژل شويو چچنيايانو د وژنې په اړه د پلټنو امر صادر كړ او ويې ويل، چې كه دغه كسان ترهګر نه وو نو ولې و وژل شول.

رپوټ:- باركوال مياخېل - كوټه
XS
SM
MD
LG