د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۹

ولسمشر کرزی: په خپل سر د درملو کارول خطر لري


ولشمسر کرزی وايي، چې په خپل سر د درملو له کارولو دې ډډه وشي.
ولشمسر کرزی وايي، چې په خپل سر د درملو له کارولو دې ډډه وشي.
ولسمشر حامد کرزی وايي، یوشمېرهغه افغانان، چې په ناروغي اخته کیږي او د ډاکټر له مشورې پرته د خپلې ناروغۍ د درملنې لپاره په خپل سر درمل کاروي، له دغه کاره دې لاس په سر شي.

نوموړی ټینګار کوي، چې په خپل سر د درملو کارول منفي اغېزې لري.

ښاغلي کرزي په خپله راډیويي وینا کې وویل، کله چې څوک د ناروغی احساس کوي، نو په خپل سر د درملو له خوړو مخکې دې، ډاکټر ته ورشي.

″په خپل سر د درملو کارول اکثراً ګټورې نه وي، بلکې ډېره اندک ناروغۍ اوږدوي او کله چې ناروغ داکټر یا هم روغتون ته ورځي، لیدل کیږي، چې ناروغ په ډېرو ناروغیو اخته شوی دی.

په کلیو کې د خپل سري درملو کارولو دود:

ډېری وخت لیدل شوي، چې ناروغو ماشومانو ته په خپل سردرمل ورکړل شوي، چې دا ډېر خطرناک دی.″

په افغانستان کې په یوشمېر کورنیو کې د خپل سري درملو کارول دود شوي دي.

د رپوټونو له مخې ډېری د افغانستان په کلیو کې هغه درمل، چې له میاشتو او حتا له کلونو په کور کې ساتل کیږي، د ناروغ د درملنې لپاره يې کاروي.
له واردوونکو او تولیدونکو غواړم، چې د دا ډول درملو له پلورلو دې ډه ډه وکړي. دغه کار د ټول ملت لپاره ظلم دی او ګته يې زهر دي، چې نورو ته يې ورکوو.

ولسمشر کرزی

ویل کیږي، چې په افغانستان کې هغه درمل چې وخت يي تېر شوی، په یوشمېر درملتونونو کې پلورل کیږي، چې ناروغانو ته يې نورې روغتیايي ستونزې پیدا کړي دي.

ولسمشر کرزي له افغان سوداګرو وغوښتل، چې هېواد ته دې د هغو درملو له واردولو ډه ډه وکړي، چې وخت يې تېر شوی دی.


″د بې کیفیته درملو تولید او د هېواد له بهره واردول يې او همداراز د هغو درملو چې وخت يې تېر شوی، د هېوادوالو روغتیا ته جدي ګواښ دی.

زه له واردوونکو او تولیدونکو غواړم، چې د دا ډول درملو له پلورلو دې ډه ډه وکړي. دغه کار د ټول ملت لپاره ظلم دی او ګته يې زهر دي، چې نورو ته يې ورکوو.″

خلک هم شکایت کوي، چې د درملتونونو یوشمېر پلورونکي هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هغه درمل چې وخت يې تېر شوی دی، د ډېرو پیسو په بدل کې په اړو کسانو پلوري.

د روغتیايي کتونکو په باور، د هغو درملو کارول، چې وخت يې تېر شوی او له ګاونډیو هېوادونو څخه لکه له پاکستان څخه افغانستان ته واردیږي، هغو ناروغانو ته، چې د ناروغی د درملنې لپاره يې کاروي، په نورو بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.

راپور: ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG