د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۳۶

نړۍ

عراق: بمي چاودنو ١٧ تنه ووژل

د عراق په شمال کې د کرکوک په ښار کې د پولیسو د یوه مرکز بهر دوو ځای پر ځای شوېو بمونو نن لږ تر لږه اوولس تنه وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړې دي.

پولیس وایي، لومړۍ چاودنه د پولیسو د مرکز دباندې د موټرو په تم ځي کې وشوه. څو دقیقې وروسته چې کله پولیس سیمې ته ورغلل هلته یو موټر چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پر ځای شوې وو، وچاودېد.

پولیسو وویل، دې چاودنو د پولیسو مرکز سخت زیانمن کړی دی، کرکوک د بغداد په شمال کې دوه سوه نوي کیلومتره لرې پروت دی.

پر دغې سیمې له کلونو راهیسې د کردانو، عربانو او ترکمنانو تر منځ مخالفت دی او هر یو یې ادعاء کوي چې دغه له تیلو مالامال ښار د دوي دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بلېنکن: روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین پولې ته له نږدې سیمو په شا کړي

بلېنکن او لاوروف پرون په ستاکهولم کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي، روسیه باید خپل ځواکونه د اوکراین پولې ته له نږدې سیمو په شا کړي.

بلېنکن ویلي، امریکا غواړي چې روسیه په سیمه کې د رامنځته شویو ناندریو د حل لپاره ډیپلوماتیکه لاره غوره کړي.

بلېنکن او لاوروف پرون په ستاکهولم کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې سره وکتل.

بلېنکن په یوه خبري غونډه کې مسکو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر ضد پوځي اقدام به‌یې "په لوړه بیه" ورته پرېوزي.

بلېنکن وايي: "د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات کې مې په ډاګه وویل چې پر اوکراین د روسیې یرغل به جدي عواقب ولري. له دې ډلې د لوړ اغېز اقتصادي اقدامات چې موږ پخوا ترې ډډه کړې ده."

بل لور ته لاوروف بلېنکن ته ویلي، مسکو "اوږدمهاله امنیتي ضمانتونو" ته اړتیا لري چې ختیځ لوري ته د ناټو پراختیا ودروي.

لاوروف خبریالانو ته ویلي: "موږ غواړو ډاډه شو چې غږ مو اورېدل کېږي او اصلي خبره زموږ امنیت دی."

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: ایران لا هم وخت لري اټمي تړون ته راوګرځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، له وروستیو لفاظیو سره سره ایران لا هم وخت لري چې د اټمي تړون ژمنو ته راوګرځي.

بلېنکن ویلي د ایران وروستي تحرکات د خوشبینۍ ډېر احساس نه‌ورکوي، خو په خبره‌یې ایران ته لا ډېره ناوخته نه‌ده چې شاتګ وکړي.

بلېنکن خبریالانو ته ویلي، نړیواله ټولنه به نږدې راتلونکي کې دا څرک ولګوي چې ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي تړون ته بېرته ورګرځي او که نه.

ایران او د نړۍ شپږو قدرتونو امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې ایران اټمي فعالیتونه محدود کړل او لوېدیځ‌یې په بدل کې پر دغه هېواد لګول شوي اقتصادي بندیزونه لیرې کړل.

۲۰۱۸ کال کې امریکا له دې تړونه ووته، پر ایران‌یې بندیزونه ولګول چې ورسره ایران هم بېرته خپل اټمي فعالیتونه زیات کړل.

د هند اسام ایالت کې یوه رېلګاډي دوه فیلان وژلي دي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هند په اسام ایالت کې یوه رېلګاډي دوه فیلان وهلي او مړه کړي یې دي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې دا فیلان پرون د مورېګاوو په سیمه کې له ځنګله نه د خوړو په لټه بهر وتلي و چې د یوه ریل سره ولګېدل او ځای پر ځای شول.

د اسام په ځنګلونو کې شااوخوا شپږ زره فیلان اوسي چې په وروستیو کلونو کې د خوړو په لټه هستوګنو او ښاري سیمو ته هم راوځي.

د هند د ځنګلاتو د ساتنې د ادارې د راپور له مخې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۲۰ پورې ۱۱۳ فیلان په طبیعي یا ټرافیکي پېښو کې مړه شوي.

د ښځو د ټېنس ټولنې په چین کې خپل ټول ټورنمنټونه وځنډول

د چین د ټېنس ستوری پنګ شوای

د ښځو د ټېنس ټولنه وايي چې په چین کې یې خپل ټول ټورنمنټونه وځنډول.

په هغه اعلامیه کې چې د ښځو د ټېنس ټولنې له‌خوا خپره شوې راغلي، دغه ټولنه د چین د ټېنس ستوری پنګ شوای له‌خوا د دغه هېواد د کمونېست ګوند پر یوه مخکښ غړي د جنسي ځورونې د تورونو پر وړاندې د بیجنګ د چوپ پاتې کېدو له امله، په چین او هانک کانګ کې خپل ټول ټورنمنټونه ځنډوي.

د چین د ټېنس ستوری اغلې پنګ شوای د نومبر میاشتې په ۲مه نېټه په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې درې کاله وړاندې د کمونېست ګوند یوه مخکښ غړي او د چین د صدراعظم مرستیال له هغې د جنسي اړیکو غوښتنه وکړه، خو د هغې دغه لیکنه ډېر ژر له ټولنیزو رسنیو لېرې او اغلې شوای د دوو اوونیو لپاره تري تم شوه.

د ښځو د ټېنس ټولنې مشر سټیف سیمون ویلي، هغه نه‌شي کولی په داسې یو حال کې خپل لوبغاړي د ټېنس د ټورنمنټونو لپاره چین ته ولېږي، له همدې امله‌یې ټول ټورنمېټونه وځنډول.

ملګري ملتونه: ایران فوردو تأسیساتو کې د یورانیمو غني کول پیل کړي

ایران کې سنترفیوژونه

د ملګرو ملتونو د اټمي څارنې اداره وایي، ایران تر ځمکې لاندې فوردو تأسیساتو کې په نویو سنترفیوژونو کې د یورانیمو غني کول پیل کړي دي.

دغه پرمختګ به د ایران او د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره پیل شویو خبرو کې نوې اندېښنې راپورته کړي.

د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې پرون په یوه راپور کې وویل چې ایران په فوردو تأسیساتو کې په نویو پرمختللو سنترفیژونو کې تر ۲۰ سلنه پورې د خالصو یورانیمو غني کول پیل کړي دي.

دې ادارې ویلي چې څارونکو یې د نومبر په ۳۰مه له دغو تأسیساتو کتنه وکړه او راپور یې ورکړ چې په دې پیمانه د یورانیمو غني کول په‌کې پیل شوي دي.

ایران تأيید کړه چې په دې تأسیساتو کې تر ۲۰ فیصدو پورې د یورانیمو غني کېدل پیل شوي، خو په ویانا مېشته اداره کې د دې هېواد استازي د ملګرو ملتونو دغه راپور کم اهمیته وښود او ویې‌ویل، دا په ایران کې په منظم ډول د تأيید د مقرراتو یوه عادي چاره ده.

ملګري ملتونه: کرونا د لاتینې امریکا او کربین سیمې خلک د لوږې زغملو ته اړ کړي

د لاتینې امریکا يوه سيمه

ملګري ملتونه وايي چې د کرونا وبا له خپرېدو سره د لاتینې امریکا او کربین سیمې ملیونونه وګړي د لوږې زغملو ته اړ شوي دي.

د خوراکي امنیت او خوړو په اړه د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، یوازې په یوه کال کې، یعنې له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د هغو کسانو شمېر چې په دې سیمه کې له لوږې سره مخامخ دي، په سلو کې ۳۰ زیات شوی دی.

په همدې منځ کې کرونا وبا پر دې سربېره چې د ډېر شمېر انسانانو ژوند له روغتیايي پلوه له خطر سره مخامخوي، د سیمې پر اقتصاد هم ناوړه اغېز کړی دی.

کرونا په ډېرو سیمو کې د وړو کاروبارونو د بندېدو سبب شوې ده.

په لاتینه امریکا کې ګولاتمالا او ونزوئلا تر ټولو ډېر زیانمن شوي هېوادونه دي.

د پاکستان کراچۍ ښار کې وسله‌والو یو وکیل په ډزو وژلی

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د پاکستان پولیسو ویلي په کراچۍ ښار کې دوو موټرسایکل سپرو وسله‌والو د عرفان مهر په نوم یو وکیل په ډزو وژلی دی.

کراچۍ کې د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي قمر جسکاني ازادي راډیو ته وویل، مهر نن وروسته له هغې چې خپل بچیان‌یې ښوونځي ته ورسول، بېرته کور ته د ستنېدو پر مهال پرې برید وشو.

د امنیتي کمرو تصویرونه ښيي چې بریدګر د وکیل پر موټر له ډزو وروسته له سیمې تښتي.

پولیس وايي، عرفان مهر روغتون ته له رسېدو وروسته ساه ورکړې.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت پر غاړه نه‌دی اخیستی او پولیسو دا یوه هدفي وژنه بللې ده.

امریکا کې یوه ۱۵ کلن هلک خپل ۳ ټولګیوال ووژل او ۸ نور یې ژوبل کړل

ارشیف، د امریکا یو پولیس

د امریکا په مشیګن ایالت کې یوه پنځلس کلن هلک پرون خپل ۳ ټولګیوال په ډزو ووژل او اته نور کسان یې ټپیان کړل.

پولیسو تورن هلک چې د لسم ټولګي زده کوونکی دی له پنځلسو- شلو ډزو وروسته له مقاومت پرته ونیوه.

د اوکلاند ولسوالۍ د پولیسو چارواکي وايي چې پېښه د مشیګن ایالت په اکسفورډ سیمه کې چې د دیټرویت ښار د شمال په ۶۵ کیلومترۍ کې پرته ده، شوې.

د چارواکو په وینا په وژل شوېو کې یو ۱۶ کلن هلک، یوه ۱۷ کلنه نجلۍ او یوه بله ۱۴ کلنه نجلۍ شامل دي.

تراوسه معلومه نه ده چې د دې پېښې علت څه و؟

ثنا اعجاز د علي وزیر د خوشې کېدو لپاره د ضمانت د منلو هرکلی وکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې مشرې، د دغه غورځنګ د یوه مخکښ غړي علي وزیر د خوشې کېدو لپاره د ضمانت د منل کېدو هرکلی وکړ.

ثنا اعجاز که څه هم دا یو پرمختګ بولي، خو وايي په کار ده د علي وزیر په باب انصاف وشي چې ۱۱ میاشتې یې له جرم پرته په بند کې تېرې کړي: "که څه هم د علي وزیر ضمانت وشو، بیا هم موږ غواړو چې د هغه یوولس میاشتې انصاف هم باید ورکړل شي چې یو سیاسي مشر دغسې ۱۱ میاشتې څنګه په بند کې وساتل شي؟"

علي وزیر چې د مرکزي پارلمان غړی هم دی، د ۲۰۲۰ میلادي کال د ډسمبر میاشتې پر ۱۶مه په کراچۍ کې په یوه غونډه کې د حکومت ضد وینا په تور نیول شوی و.

پوتین: روسي سمندري ځواکونو ته به هایپرسونیک راکټونه ورکړل شي

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

په داسې حال کې چې د لوېدیځ او مسکو ترمنځ کړکېچ زیات شوی، د روسیې ولسمشر وايي، ډېر ژر به یې سمندري ځواکونو ته هایپرسونیک راکټونه په واک کې ورکړل شي.

ولادمیر پوتین پرون سې شنبه (د لېندۍ ۹مه) له مسکوه د پانګونې یوې انلاین غونډې ته په وینا کې وویل: "موږ دغه توغندي په بریا ازمویلي او د راتلونکي کال په لومړیو کې به هایپرسونیک مخ ۹ (Mach 9) ډوله توغندي په سمندر کې ځای پر ځای شي چې د دستور او الوتنې ترمنځ فاصله پنځه دقیقې دي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په پام کې ده د لاتویا په پلازمېنه رېګا کې نن هم د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه دوام وکړي چې د اوکراین پر پوله د روسیې پر پوځي استحکاماتو په کې بحث کېږي.

وروسته له هغې چې روسیې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره الحاق او د اوکراین په ختیځ کې یې د روس-پلوه بېلتونپالو ملاتړ ته دوام ورکړ، د مسکو او لویدیځ ترمنځ کړکېچ اوج ته ورسېد.

د اذربایجان د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدو پېښه کې ۱۴ کسان ووژل شول

ارشیف، یو اذربایجانی پولیس-انځور تزئیني بڼه لري.

د اذربایجان د سرحدي ځواکونو د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي او دوه پوځیان ټپیان شوي دي.

دغو ځواکونو او د دې هېواد د لویې څارنوالۍ دفتر په یوه ګډ بیان کې ویلي چې دغه الوتکه د ختیځ خیځي ښار هوایي ډګر ته نږدې نن د پوځي مانور په مهال راغورځېدلې ده.

په بیان کې ویل شوي چې په دې پېښه کې د دوو ډګروالانو او پنځو جګړه‌نانو په ګډون ۱۴ افسران وژل شوي او د یوه ډګروال په ګډون دوه افسران ټپیان شوي دي.

په بیان کې ویل شوي چې د دې پېښې په اړه څېړنه پیل شوې ده.

روسیې ته د امریکا خبرداری: پر اوکراین بل هر یرغل به جدي عواقب ولري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن مسکو ته خبرداری ورکړی چې پر اوکراین بل هر یرغل به جدي عواقب ولري.

د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د پوځي حضور پیاوړتیا د لوېدیځ اندېښنې زیاتې کړې دي.

بلېنکن چې نن‌یې د لتویا په پلازمېنه ریګا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون ترڅنګ په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې د روسیې د ځواکونو ځای پر ځای کېدا غیر معمولي وبلل او زیاته‌یې کړه چې د روسیې له‌خوا د کړکېچ د پراختیا هره هڅه به د متحده ایالاتو لپاره د ژورې اندېښنې وړ وي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر چې هېواد یې د ناټو د غړیتوب د ترلاسه کولو هڅه کوي، ویلي چې روسیې یې د هېواد له پولې سره د درنو وسلو په ګډون ۱۱۵ زره ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

د پاکستان سترې محکمې د علي وزیر په ضمانت خوشې کېدو پرېکړه کړې

د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر

د پاکستان سترې محکمې د مرکزي پارلمان د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر علي وزیر په ضمانت خوشې کېدو پرېکړه کړې ده.

نوموړی نږدې یو کال مخکې د بغاوت په تور چې هغه رد کړي، نیول شوی.

په اسلام‌اباد کې د سترې محکمې د پرېکړې له مخې علي وزیر د څلور لکه روپیو چې څه کم ۲،۱۰۰ ډالره کېږي، په ضمانت له زندانه خوشې کېدای شي.

دا خبره د هغه مدافع وکیل صلاح‌الدن ګنده‌پور نن ازادي راډیو ته وکړه، خو نوموړي ویلي چې د دغې پرېکړې له مخې به وزیر خوشې نه‌شي ځکه یوه بله دوسیه‌یې تر اوسه نه‌ده بشپړه شوې.

علي وزیر د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر په ۱۶مه په کراچۍ کې په یوه غونډه کې د حکومت ضد وینا په تور نیول شوی و. نوموړي په دې وینا کې د پاکستان پر ځواکمن پوځ انتقاد کړی و.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف: د سپاه پاسداران پر یوه پټ ځای مو برید وکړ

ارشیف، یمن کې پر یوه مرکز حمله

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو په وړاندې مبارزه کوي وایي، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب پر یوه پټ ځای یې هوایي برید کړی دی.

د سعودي عربستان دولتي ټلوېزیون نن وویل چې دا برید د هغو هوایي بریدونو یوه برخه ده چې په ترڅ کې یې په پلازمېنه صنعا کې د حوثي پوځي هدفونه په نښه شوي دي.

په حوثي یاغیانو پورې تړلې رسنۍ ویلي چې درې هوایي بریدونه د ښار پر هوایي ډګر شوي او په څلورم کې یو پارک په نښه شوی دی.

ایراني چارواکو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

حوثي یاغیان پر صنعا او د یمن په شمالي او لوېدیځو ډېرو سیمو کنټرول لري او دا ډله اکثره وختونه په سعودي عربستان په بریدونو کې له ډرون الوتکو او توغندیو کار اخلي.

د روانې میاشتې په پیل کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې اټکل کړی و چې د روان ۲۰۲۱ کال تر پایه به د یمن په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر۳۷۷ زره تنو ته ورسېږي.

اذربایجان کې یوه پوځي الوتکه د پوځي مانور پر مهال راغورځېدلې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د اذربایجان د سرحدي ځواکونو د یوې پوځي الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتې.

دغو ځواکونو او د دې هېواد د لوی څارنوالۍ دفتر په یوه ګډ بیان کې ویلي چې دغه الوتکه د ختیځ خیځي ښار هوایي ډګر ته نژدې نن د پوځي مانور پر مهال راغورځېدلې ده.په بیان کې ویل شوي چې په دې پېښه کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان شوي، خو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG