د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۱

ګیټس:ښايي پاکستان د اسامه په موجودیت خبر نه و


 د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس
د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس
لوړ رتبه امریکايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې داسې شواهد په لاس کې نشته څو ثابته کړي، چې د پاکستان رهبري هلته د القاعده د تروریستي شبکې د مشر اسامه بن لادن له موجودیت څخه خبر وو .

اسامه بن لادن روانه میاشت په پاکستان کې د امریکا د خاصو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ووژل شو .

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس، د دې هېواد د ملي دفاع د وزارت د مطبوعاتو په تالار کې خبري غونډې ته وویل، چې تر اوسه يې داسې اسناد نه دي لیدلي څو دا ثابته کړي چې د پاکستان د حکومت په رهبرۍ کې لوړ رتبه مقامات د اسامه پر استوګن ځای تر حملې مخکې په دې خبر وو چې هغه په دې هېواد کې پټ دی .

خو ګیټس وویل ( فکر کوي چې ځیني کسان ښايي په پاکستان کې د اسامه بن لادن په موجودیت خبر وو .)

په پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د دې هېواد په پوځ او استخباراتو انتقادونو زیات کړی دی او ان د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د دې هېواد په وړاندې د جدي اقداماتو د ترسره کېدو غوښتنه هم وکړه .

خو د امریکا د ګډو ځواکونو د لوېو درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال مایک مولن د داسې هر اقدام په وړاندې خبر داری ورکړی، چې د ده په وینا له پاکستان سره د امریکا روابطو ته زیان رسولای شي او یا له دې هېواد سره د امریکا د مرستو لړۍ ته خنډ پېښولای شي .

مایک مولن خبریالانو ته وویل ، موږ په پاکستان کې ځانګړې ګټې لرو او باید پدې برخه کې له احتیاط څخه کار واخلو او د پاکستان له خلکو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړو.

خو ولې د امریکا متحد ایالات پر پاکستان د زیات فشار راوستلو څخه ډډه کوي؟ په دې اړه په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیل زاد ازادۍ راډيو ته وویل، چې د پاکستان د کورني وضعیت ضعیف حالت امریکا ته دا اندیښنه پیدا کوي چې ښايي لا زیات فشار هلته وضعیت لا ترینګلی کړی:

( د امریکا متحد ایالات ویره لري، چې ښايي ډیر فشار د دې لامل شي چې پاکستان سره وپاشل شي او د دې هېواد اتومي وسلې د غیر مسولو کسانو لاس ته ولویږي. )

خو د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګیټس ویلي، چې که چېرې دوي د پاکستان پرځای وای نو پر دې به یې اعتراف کړی وای چې د دې پېښې بیه یې مخکې له مخکې پرې کړې ده ، پردې مسله شرمنده دی او دا هم ورته معلومه شوې چې امریکايیان وراتلای او هلته عملیات تر سره کولای شي .

رابرت ګیټس زیاته کړه، چې پاکستانیانو اوس دې ته تمایل څرګند کړې چې د القاعده او وسله والو طالبانو رهبران تعقیب کړي نو دا مهمه ده چې داسې فرصت ورته ورکړ شي .
XS
SM
MD
LG