د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۲۵

نيويارک ټايمز: د اسامه له وژنې سره د بهرنيو ځواکونو وتلو ته زمينه برابره ده؟


”له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره هغه خلا چې رامنځته کېږي، په سيمه کې به اوږدمهالي رقابتونه راوپاروي او په افغانستان کې به د بې ثباتۍ سبب شي”
”له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره هغه خلا چې رامنځته کېږي، په سيمه کې به اوږدمهالي رقابتونه راوپاروي او په افغانستان کې به د بې ثباتۍ سبب شي”
شا و خوا تر لسو خونړيو کلونو وروسته په افغانستان کې د لوبې پاى پيلېږي.

اسامه بن لادن د دې سبب شو، چې امريکا پر افغانستان بريد وکړي، خو زيات خلک په دې باور دي، چې د نوموړي په وژل کېدو سره به امريکا له افغانستان څخه وځي.

حتى تر دې لوبې مخکې په واشنګټن او نورو ځايونو کې خبرې د ځواکونو پر ايستلو، سياسي حل لارې او له وسلوالو طالبانو سره پر خبرو اترو متمرکزې وې.

په سيمه کې ځينې تحليل کوونکي په دې باور دي، چې د بن لادن وژل کېدل به په سيمه کې خراب تحولات هم په ځان پسې ولري.

يعنې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره هغه خلا چې رامنځته کېږي، په سيمه کې به اوږدمهالي رقابتونه راوپاروي او په افغانستان کې به د بې ثباتۍ سبب شي.

نيويارک ټايمز زياتوي، ځينې تحليل کوونکي د افغانستان له راتلونکو تحولاتو ته په وېره کې دي.

ورځپاڼې ليکلي، تر اوسه د سياسي حل لارې پيدا کولو لپاره هڅه، عمدتاً له وسلوالو طالبانو سره د سولې د پروسې پر ملاتړ متمرکزه شوې ده. د ورځپاڼې په باور تر اوسه روښانه نه ده چې د اسامه وژنه به د سولې هڅې زياتې کړي که نه.

ورځپاڼه زياتوي، د سخت دريځو وسلوالو ځينې مشران به له افغان حکومت سره توافق ته راضي وي، خو ځينې نور يې ښايي په دې باور وي چې د اسامه له وژل کېدو سره به ناټو او امريکا له افغانستان ووځي.

د ورځپاڼې د تحليل پر اساس، که د روغې جوړې پروسه بريالۍ هم شي، کورنى سياسي توافق به په افغانستان کې اوږدمهالى ثبات تضمين نه کړي.

ورځپاڼه په دې باور ده چې يوه بهرني سياسي جوړجاړي ته هم اړتيا ده. يعنې داسې يوه پروسه چې د افغانستان ليرې او نژدې ګاونډيان هم په کې دخيل وي.

په تاريخي لحاظ د بهرنيو هېوادونو مداخلې، بهرنيو عناصرو ته خپله د افغان ډلو بلنه چې په داخلي شخړو کې يې برخه واخلي، د افغانستان د لانجې يوه لويه برخه جوړوي.

نيويارک ټايمز ليکلي، څرګنده ده، بهرني سياسي توافق ته رسېدل هم زيات وخت او هم په لوړه کچه هڅو ته اړتيا لري.

ورځپاڼې ليکلي، که امريکا يو فعال اقدام غواړي، د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير جيمز بېکر پر پېشنهاد دې غور وکړي.

بېکر په دې وروستيو کې ليکلي وو:

”د چين، هند، پاکستان، روسيې، ايران او امريکا په ګډون دې يو مشترک کنفرانس جوړ شي. افغانستان ته زموږ د ورتلو په وخت کې ايران زموږ سره مرسته کړې وه. ټولو ته ويلاى شو چې هغه ګټه چې موږ يې په يوه باثبات افغانستان کې لرو، تاسې يې هم لرئ او دا اقدام به زموږ مرسته وکړي”

نيويارک ټايمز ورځپاڼې دا نتيجه ګيري کړې، چې په افغانستان کې د لوبې د پاى له پيلېدو سره، د افغانستان د نژدې او ليرې پرتو ګاونډيانو مرستې ضروري ګڼل کېږي.
XS
SM
MD
LG