د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

ایا د اسامه وژنه د افغانستان او سیمې د ثبات په ګټه دی؟


د اسامه بن لادن له وژلو وروسته د امریکا او پاکستان اړیکې او سیمې ته د امریکایي سناتور جان کیري د سفر اهداف نن بیا هم په کابل کې د خپریدونکو ورځپاڼو د بحث اساسي مساله جوړوي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د اسامه له وژلو وروسته د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې د امریکایی سناتور جان کیري، چې اوس مهال د سیمې په سفر بوخت دی دا سپارښتنه راخستې، چې پاکستان دې د یو مخلص متحد په توګه را څرګند شي.

ورځپاڼې دې مسالې ته په خپله سرلیکنه کې هم دوام ورکړې او لیکلي، چې د اسامه بن لادن وژنې په سیمه او نړۍ کې د بې باورۍ یوه تنده څپه پورته کړې، چې په هیڅ صورت د افغانستان او سیمې د ثبات په ګټه نه ده.

د ورځپاڼې په وینا افغان ولس ته د اسامه مړینه او ژوند هیڅ معنی نه لري، دوی ته د خپل ناورین ختمول یو ارمان دی.

ورځپاڼې د بې باورۍ راپورته شوې دا څپه دې ارمان ته د رسیدو په وړاندې یو ستر خنډ بللې، چې ټغر یې باید ژر ټول شي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکلي، چې سیمې ته د امریکایی سناتور جان کیري د سفر یو هدف هم دا دی، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې راپورته شوې کړکیچ پای ته ورسوي.

ورځپاڼې لیکلي، چې سناتور کیري دا تایید کړه، چې د اسامه له وژلو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ په اړیکو کې ځینې جدي پوښتنې راپورته شوي.

د ورځپاڼې په وینا سناتور کیري په ورته وخت کې د پاکستان په وړاندې د خپل هیواد له دریځه هم دفاع وکړه او دا یې د امریکا حق وباله، چې د خپلو خلکو د دفاع لپاره په هر ځای کې هر اقدام کولی شي.

خو ورځپاڼې لیکلي، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو خرابوالي پاکستاني چارواکي روسیۍ ته متمایله کړي او له مسکو او چین سره د اړیکو پیاوړې کول یې اوس په کاري لومړیتوبو کې ځای لري.

خدمتګا نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې امریکا هم غواړي، چې په پاکستان ګزار وکړي، خو له هغې مخکې هڅه کوي، چې په سیمه کې د ځان لپاره یو بل ستراتیژیک ملګرې پیدا کړي.

د ورځپاڼې اشاره د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژیکو همکاریو تړون ته ده، چې په نهایي کیدو سره به یې امریکا د پاکستان په وړاندې نوې تګلاره غوره کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې د امریکا په نوې تګلاره کې په پاکستان کې د القاعده او طالب مشرانو د پټن ځایو په مستقیم ډول په نښه کول شامل دي.
XS
SM
MD
LG