د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۹

برټش کونسل:علمي کدرونو ته د سالم مدیریت په برخه کې زده کړې ورکوو


 په کابل کې د برتش کونسل د دفتر د لوړو زده کړو د پروژې مسولې ګل غوټۍ واعظي
په کابل کې د برتش کونسل د دفتر د لوړو زده کړو د پروژې مسولې ګل غوټۍ واعظي
اوس مهال د افغانستان په پوهنتونونو کې اساسي ستونزه، د علمي کدرونو نشتوالی دی، چې د چارواکو په وینا د دولتي پوهنتونونو پراختیایي چارې یي ټکنۍ کړي دي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال محمد عثمان بابري وایي، چې دې ستونزې د هېواد په پوهنتونونو کې د مدیریت تشه رامنځ ته کړې ده.

ښاغلي بابري، د یکشنبی په ورځ د برتش کاونسل له خوا د دولتي پوهنتونونو د رهبرۍ لپاره د ځوانو کدرونو د روزنې پروګرام په پیل کې خبریالانو ته وویل، چې دوي هڅه کوي، د پوهنتونونو تدریسي میتود نوې کړي.

ښاغلي بابري د بریټش کونسل دا پروګرام په پوهنتونونو کې د دې ستونزې د هواري لپاره هیله بخښونکې وباله:

(موږ باید ظرفیتونو ته پام وکړو ځکه موږ سره داسې طرحې دي چې ظرفیتونه لوړ نه شي نو دا طرحې عملي کیدای نشي.)

په کابل کې د برتش کونسل د دفتر د لوړو زده کړو د پروژې مسولې ګل غوټۍ واعظي وویل، دغه پروګرام، د دوي له خوا د دولتي پوهنتونونو لپاره د رهبرۍ په کچه کې د وړتیا وو د لوړوالي لپاره پیل شوی.

میرمن واعظي وویل، په دې پروګرام کې د افغانستان د نهو دولتي پوهنتونو پنځه ویشت مشران او د لوړو زده کړو وزارت علمي کدرونه ور بللي، څو د مدیریت او رهبرۍ په برخه زده کړې ترلاسه کړي.

نوموړې وویل، چې دا پروګرام به تر دوه زره دولسم میلادي کال پورې دوام وکړي، خو نورو پوهنتونونو ته یي د غځولو لپاره د نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه:

(دا یوه اونۍ ورکشاپ دی چې په یوه اونۍ کې نه ختمیږي دا يي لا پیل دی او زموږ پلان دادی چې نور پوهنتونونو ته يي هم وغځوو.)

د چارو کتونکي وایي، که هم په تیرو څو کلونو کې نړېوالې ټولنې د افغانستان د دولتي سیستم د پیاوړي کولو په هدف ډیرې مرستې کړي، خو وایي، چې د لوړو زده کړو په وزارت کې د نورو دولتي ادارو په څیر ډیر پرمختګ نه تر سترګو کیږي.

د چارو شنونکي وایي، که څه هم له تیرو څو کلونو راهیسي، د پوهنتونو د جذب په ظرفیت کې زیاتوالی راغلی، خو د کیفیت په برخه کې یي لازم کار نه دی شوی.

د چارو کتونکي دا سپارښتنه کوي، چې د افغانستان دولتي پوهنتونو باید په علمي کدر سمبال او محصلینو ته باید د زده کړې ډیر امکانات برابر شي.

راپور: ذکیه غیاثی، کابل
XS
SM
MD
LG