د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

جان کیري هڅه کوي د امریکا او پاکستان اړیکې ورغوي


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ افغانستان ته د سناتور جان کیري د سفر په بېلابېلو اړخونو هم تبصرې کړي، چې حمید مومند په یوه راپور کې رانغاړلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سناتور جان کیري د سفر په اړه خپله تبصره په دې انتقاد پیل کړې، چې نوموړې مخکې له دې، چې په کابل کې د مرکزي حکومت له مشرانو سره وګوري، د بلخ له والي سره یی لیدلي او په بېلابېلو مسئلو یي ورسره خبرې کړي.

ورځپاڼه لیکي، چې ممکن د افغان دولت مخالف لورې له دې من من غوښې واخلي او دا د ځان لپاره یو ویاړ وبولي، خو د ورځپاڼې په وینا دا د دې لوري په ګډون افغانانو ته له سپکاوي ډک یو اقدام دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې په اوس وخت کې ځینې کسان له بهرنیو کړېو سره په معاملو کې دومره مخکې شوي، چې د افغان تاریخ دوه بدنامه څیرې شاه شجاع او ببرک کارمل هم ترې شرمیږي.

د ورځپاڼې په وینا که دې حالت ته د پاې ټکې کینښودلې شي، نو ممکن ډیر ذلتونه او حقارتونه د افغانانو په انتظار وي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا سیمې ته د سناتور جان کیري د سفر یو بل هدف ته کتنه کړې او لیکلي، چې نوموړې تر ډیره هڅه کوي، چې له اسامه له وژلو وروسته د امریکا او پاکستان ترمنځ زیانمنې شوې اړیکې ورغوي.

ورځپاڼې د بلخ له والي سره د جان کیري څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې پاکستان باید د تروریزم په خلاف په روانه مبارزه کې یو ریښتینې ملګرې شي.

د اسامه بن لادن له وژلو وروسته پرمختګونه د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث بله اساسي مسئله جوړوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په یو تفصیلي مطلب کې په دې مسئلې بحث کړې، چې ایا د اسامه وژنه به له نړېوالې ټولنې څخه د پاکستان د باج اخیستنه پای ته ورسوي.

ورځپاڼه لیکي، چې پاکستان د تروریزم پر ضد د مبارزې په نامه په میلیارډونو ډالره مرسته ترلاسه کوله، خو بلاخره امریکا ته تر ټولو زیات مطلوب ترهګر په پاکستان کې وموندلې شو.

د ورځپاڼې په وینا پاکستان د تروریزم اصلي ځاله او د دغه هېواد پوځ او استخبارات د هغې اصلي تمویلوونکي دي.

خو ورځپاڼې د پاکستان په وړاندې دوه انتخابه پرېښي، ایا خو دې پس له دې له نړېوالې ټولنې سره ریښتینې ملګرتیا وکړي او یا به هم د تل لپاره خپل باور له لاسه ورکړي.

خدمتګار:

خدمتګار بیا په دې اړه یو بل پرمختګ ته اشاره کړې او لیکلي، چې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د شوېوعملیاتو په مهال د ده لادرکه شوې زوې حمزه بن لادن اوس په ایران کې اوسیږي.

د ورځپاڼې په وینا په ایران کې اوس هم د اسامه د کورنۍ یو شمېر غړي، چې په هغو کې د ده ورونه او خور اوسیږي.
XS
SM
MD
LG