د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

سنګ: په افغانستان کې سوله د ګاونډیو پر نیت پورې تړاو لري


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره خپل مطالب کابل ته د هند د صدراعظم سفر ته ځانګړې کړي او په دې اړه یې بیلابیلې تبصرې کړي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د افغانستان ملي شورا ته په وینا کې د هند د صدراعظم په حواله په غټو ټکو سره لیکلي، چې ترهګري په افغانستان کې یوه بهرنۍ پدیده ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا لومړې ځل دی، چې د یو بهرني هیواد صدراعظم د هیواد ملي شورا ته وینا کوي او هغوی ته خپل پروګرامونه او مرستې تشریح کوي.

د ورځپاڼې په وینا ښاغلي سنګ د سیمې هیوادونه وهڅول، چې د خپلمنځۍ سیالۍ پر ځای باید د ترورزم پر ضد د مبارزې لپاره په خپله کې لاس یو کړي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې دا خبره منلې، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت د ګاونډیو له نیت سره تړاو لري.

که څه هم ورځپاڼې دا انتقاد کړې، چې تراوسه پورې ګاونډیو هیوادونو په دې برخه کې کوم مثبت قدم نه دی پورته کړی.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاستونه څیړلي، چې تر ډیره د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرکې د زیاتیدو سبب ګرځيدلي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پاکستان ته دا سپارښتنه کړې، که چیرې غواړي، چې د هند په څیر د افغانانو ترمنځ د ځان په وړاندې ښه او دوستانه احساسات ولري، نو د هند په څیر دې عمل وکړي.

ورځپاڼې د هند د صدراعظم دا وروستې سفر ډیر مهم بللی او لیکي، چې دواړو هیوادونو د ستراتیژیک مشارکت په برخه کې موافقه کړې.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان او هند ترمنځ دوستي او اړیکې په یو نوي پړاو کې توصیف کړي.

ورځپاڼې دا باور څرګند کړې، چې د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې به په سیمه کې د اقتصادي، سوداګرۍ او ترانزیتي ودې امکانات برابر کړي.

افغانستان نا دولتي ورځپاڼې هم د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې د یو بدلون په درشل کې بللي دي او لیکلي یې دي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو رامنځ ته کول د دغه بدلون یوه اساسي پیلامه ده.

ورځپاڼې وړاندې په خپله تبصره کې په سیمه کې د دواړو هیوادونو اړتیاو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، چې که له یوې خوا هند په سیمه کې د افغانستان په څیر یو ډاډمن متحد ته اړتیا لري، له بل لوري افغانستان هم د خپلو بنسټونو د بیارغونې لپاره د هند مرستو ته اړتیا لري.

ورځپاڼې که څه هم زیات جزیات نه دي ورکړي، خو لیکي، چې ممکن په دې برخه کې دواړه هیوادونه له ځینو ستونزو سره مخامخ شي، خو دا هغه څه دي، چې باید حل کړای شي.
XS
SM
MD
LG