د افغانستان ولسمشر او د هند صدراعظم د تروریزم پر ضد په ټینګې مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیڅ یو هېواد باید له تروریزم څخه د نورو هېوادونو پر ضد سیاسي ګټه پورته نه کړي.
د هند صدراعظم چې د پنجشنبې په ورځ په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی له افغان ولسمشر او یو شمېر نورو دولتي چارواکو سره یې خبرې وکړې او ټاکل شوې ده، چې د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي شورا غړو ته هم وینا وکړي.
من موهن سنګ له ولسمشر کرزي سره د پنجشنې ورځې په ماښام په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې هند له افغانستان سره پنځه سوه میلیونه ډالره نوره مرسته هم کوي چې په راتلونکو څو کلونو کې به د بیارغونې په بېلابېلو برخو ولګول شي:
"ستراتیژیک مشارکت به د یوې ګډې شورا په چوکاټ کې عملي شي، د دې شورا اداره به د دواړو هېوادونود بهرنیو چارو د وزیرانو پر غاړه وي.
ما له ولسمشر کرزي سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې هند په هغو برخو کې مرسته کوي چې موږ ته لومړیتوب او د افغانستان خلکو او حکومت ته په اړه یې اندیښنه موجوده وي".
ښاغلي سنګ څرګنده کړه، چې له ولسمشر کرزي سره د یوې ګډې اعلامیې په اړه هم موافقې ته رسیدلی چې له مخې به یې دواړه هېوادونه په امنیتي، د ظرفیتونو د لوړوالي ، سیاسي او بشري مسایلو په اړه له یو بل سره سلا مشوره وکړي.
د هند صدراعظم وویل، چې له افغان چارواکو سره یې د سولې د پروسې او دغه راز د امنیتي مسوولیتونو د انتقال په اړه هم خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې هند به په دې برخه کې له افغانستان سره هر راز مرسته او همکاري وکړي.
د ښاغلي سنګ په خبره د افغانستان په اړه باید ټولې پریکړې په افغانستان کې او د افغانانو له خوا وشي ځکه چې دا یو خپلواک او ازاد هېواد دی.
په عین حال کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په تیرو کلونو کې له افغانستان سره د هند له خوا د یو اعشاریه پنځه ملیارده ډالرو شوو مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د نوي ډهلي او کابل اړیکې ټینګې او نه شلیدونکي دي.
ولسمشر کرزي ټینګار وکړ، چې تروریزم د ټولو لپاره خطرناکه پدیده ده او باید چې پرضد یې جدي مبارزه وشي:
"د افغانستان او هند د اړیکو د ټینګولو او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو ټینګو او ژورو اړیکو د رامنځ ته کولو او د سیمې د مسایلو او له امریکا سره زموږ د اړیکو په اړه مو هر اړخیزې او بشپړې خبرې درلودې.
زموږهیله دا ده ترڅو د سیمې ټول هېوادونه سره یوځای شي او د تروریزم او افراطیت پرضد مبارزه وکړي، تروریزم د مار په شان دی مار چې هرې خواته ولاړ چیچل کوي".
من موهن سنګ د هند د صدراعظم په توګه په دوه زره شپږم میلادي کال کې هم افغانستان ته سفر کړی وو او دا د هند د صدراعظم په توګه کابل ته د هغه دوهم سفر دی.
کابل ته د ښاغلي سنګ دا سفر افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم له سفر څخه کابو درې اونۍ وروسته او په داسې حال کې ترسره کیږي چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن پاکستان ته نږې سیمه کې ووژل شو او نړېوالو ته دا معلومه شوه چې تروریستان تر ډیره په پاکستان کې دي.
افغان او هندي چارواکو تر دې وړاندې ډير کله ویلي، چې د تروریزم جرړې باید په پاکستان کې وو ایستل شي تر څو په دې دواړو هېوادونو، سیمه او نړۍ کې سوله او ثبات ټینګ شي.