د اداري فساد پر ضد د مبارزې د دې نوې کمیټې رییس وایي، چې دا کمیټه به په افغانستان کې د اداري فساد د عواملو په راپیدا کیدو، د اداري فساد د فعالیتونو څخه د څارنې او د ادارې فساد د ختمولو لپاره کار کوي.
ډاکتر یاسین عثماني، چې د اداري فساد پر ضد د څار او ارزونې په نوم د دې کمیتې مشرې کوي، وایي، چې په لومړي سر کې به هغه ادارې چې د فساد له امله ډيرې زیانمنې دي، تشخیصوي او په وړاندې به یې کار کوي.
ده وویل چې دا کمیټه به په هرو دریو او شپږو میاشتو کې افغان ولسمشر، ملي شورا، نړیوالې ټولنې او عامه خلکو ته د اداري فساد پر ضد د لاسته راوړنو او شویو فعالیتونو په اړه معلومات ورکوي.
د دې کمیټې په پرانستې غونډه کې د ولسمشر پیغام هم واوریدل شو، چې په یوې برخې کې یې د ادارې فساد د له منځه وړلو کې د افغان حکومت په ژمنتیا او د شفافه حکتدارۍ د رامنځ ته کولو په هلو ځلو ټینګار شوی و.
دا شپږ کسیزه کمیټه د کابل او لندن د کنفرانسونو د سپارښتنو له مخې جوړه شوې، چې د اندونیزیا، نایجریا، سلوانیا او ملګرو ملتونو استازي هم په کې غړیتوب لري.
دا هغه هیوادونه بلل کیږي، چې په خپله له اداري فساد نه کړیږي او تمه کیږي، چې استازي به خپلې تجربې له افغان لوري سره شریکې کړي.
غونډې ته په وینا کې د نړیوالې ټولنې په استازیتوب، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مایکل له ادارې فساد سره د مبارزې له هڅو څخه د ملاتړ په څرګندولو وویل، چې دا کمیټه د پیاوړي غړیو په درلودلو کولای شي د ادارې فساد په مبارزه کې ښه او موثره کارونه ترسره کړي.
″زه دا ویلای شم چې د ملګرو ملتونو اداره له دې ډېره راضي ده، چې په کمیټه کې د دواړو لورو، افغاني او نړیوال خورا مهم غړي ګډون لري.
نړیوال غړي کولای شي د دریو قارو یعنې اروپا، آسیا او افریقا څخه خپلې ښې تجربې له افغان لوري سره شریکې کړي.
موږ له تاسو ټولو حاضرینو څخه غواړو، چې په ګډه سره د یوې ښې افغاني حکومتدارۍ د رامنځته کیدو لپاره کار وکړﺉ.″
د اداري فساد پر ضد د څار او ارزونې نوې کمیټه په داسې حال کې جوړیږي، چې دمګړی په هېواد کې د ادارې فساد په ضد یو شمیر نورې ادارې هم کار کوي.
ځینې کتونکي د اداري فساد پر ضد د ګڼو ادارو په موجودیت انتقاد کوي او وايي، شمیر یې زیات دی خو د کار نتیجه یې نه ده محسوسه شوې.
دوی انتقاد کوي، چې د یو کمیسیون په موجودیت کې د بل جوړیدل کارونه لا نور هم له خڼد او ځنډ سره مخ کوي، خو چارواکي بیا وايي، هره اداره په خپلې برخه کې د اداري فساد پر ضد مبارزه کوي.
رپورټ: مخفي عزیزي