د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

امریکا هغو کسانو ته ځان رسول غواړې چې اسامه ته یې پناه ورکړې وه


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ نن تر ډیره د اسامه له وژلو وروسته د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکو ته کتنه کړې.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل بحث کې د امریکا دا شک راخستی، چې په ابیټ اباد کې یوې پوځي اکاډمۍ ته څیرمه د اسامه بن لادن هستوګنه د څارګرو ادارو له همکارۍ پرته امکان نه لري.

ورځپاڼې په خپل وروستي تحلیل کې لیکلي، چې ممکن امریکا په دې اړه ځینو پوښتنو ته په پام سره په دغه هیواد کې د وسله والو په خلاف د مبارزې لپاره په پاکستان خپل فشارونه زیات کړي او خپله هم په مستقیم ډول په کې ښکیل شي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم په یو مطلب کې په پاکستان باندې د امریکا مخ په زیاتیدونکو فشارونو ته کتنه کړې او لیکي، چې د اوباما ادارې له پاکستان نه غوښتي، چې د هغو شبکو نومونه برملا کړي، چې له اسامه سره همکار وو.

د ورځپاڼې په وینا په پاکستان کې د اسامه بن لادن وژل کیدل په امریکا کې د ځینو هغو کړیو دریځ پیاوړی کړی، چې دغه هیواد ته د خپلو پوځي عملیاتو د غځولو پلویان وو.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم د اسامه په معامله کې په پاکستان باندې د امریکا د فشارونو د زیاتیدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي، چې امریکا اوس هڅه کوي، چې په ایبټ اباد کې د اسامه د ژوند د معما په اړه د تحقیقاتو لړۍ د اسامه کونډو ته هم وغزوي.

د ورځپاڼې په وینا د امریکا زیاته هڅه دا ده، چې ځان هغو پاکستاني چارواکو ته ورسوي، چې له اسامه سره همکاره وو او ده ته یې په ایبټ اباد کې د ژوند کولو شرایط برابر کړي وو.

د افغانستان په کورني سیاست کې د ځانګړې محکمې په سر د ولسي جرګې د غړو ترمنځ اختلافات بله مساله ده، چې په کابل کې خپریدونکو اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې راخستی.

که څه هم ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې لیکلي، چې د ولسي جرګې غړي به له ولسمشر سره په لیدنه کې یو ځلې بیا د دې ځانګړې محکمې د لغو کولو غوښتنه وکړي، خو ارادې بیا لیکلي، چې د جرګې غړي په دې اړه په دوو ډلو ویشل شوي.

د ورځپاڼې په وینا په داسې حال کې، چې د جرګې یو شمیر غړي د دې محکمې له کار سره مخالفت څرګندوي او هغه غیر قانوني بولي، خو د دې ترڅنګ یو شمیر نور غړي بیا د هغې د فعالیتونو ملاتړ کوي.

د ورځپاڼې له مخې په جرګه کې د محکمې په اړه دا بحثونه په داسې حال کې پورته شوي، چې د ځینو وکیلانو د څرګندونو له مخې دغه محکمه په پلان کې لري، چې د جرګې کابو یو ثلث غړي د وکالت له حقه بې برخې کړي.

خدمتګار بیا په دې اړه په خپل بحث کې دا پوښتنه کړې، چې بلاخره یو شمیر وکیلان ولې د ځانګړې محکمې له کار سره مخالف دي.

د ورځپاڼې په وینا که چا درغلۍ نه وي کړې نو رای یې څوک کمولی نه شي، خو د ځینو وکیلانو مخالف دریځ دا شک پیدا کوي، چې د کاسې لاندې نیم کاسه ده.

ویسا هم په ولسي جرګه کې د ځانګړې محکمې په اړه پورته شویو اختلافات راخستي او د یو شمېر وکیلانو په حواله یې لیکلي، چې ځانګړې محکمه قانوني ده او باید خپل کار ته دوام ورکړي.

ورځپاڼه لیکي، چې له ځانګړې محکمې سره مخالفت د هغو وکیلانو له خوا کیږي، چې په ځان باوري نه دي او په درغلیو کې ښکیل دي.
XS
SM
MD
LG