د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

په کندهار کې دا څه باندې یو نیم لک بهرني ځواکونه څه کوي؟


په کندهار کې د تیرو دوو ورځو پېښې بیا هم هغه څه دي، چې د کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې د بحث مهمې سرټکي جوړوي، چې حمید مومند په لاندې يوه مطلب کې رانغاړلي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې که څه هم د کندهار روانه وضع د افغان امنیتي ادارو د کمزروۍ نښه بللې، خو پوښتنه یي دا کړې، چې دا څه باندې یو نیم لک بهرني ځواکونه څه کوي؟

د ورځپاڼې په وینا ځینې رسنۍ دغو پېښو ته په اشارې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر په اړه ډنډورې غږوي او وایي، چې افغان ځواکونه لا د دې جوګه نه دي، چې دغه مسؤلیت سمبال کړای شي.

خو د ورځپاڼې په وینا دا بهیر خو لا نه دې پیل شوې او بهرني ځواکونه لا هم د کندهار په څیر د هېواد په بېلابېلو سیمو کې عملا موجود دي، نو دوي د کمې ورځې د درد دوا دي.؟

ویسا دې ټکي ته هم اشاره کړې، چې د که بهرنیو ځواکونو په حضور کې د کندهار له زندان څخه بندیان تښتیدلې شي، په کابل کې د دفاع په وزارت حملې کېدای شي، نو له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به امریکایي پوځي اډې څرنګه هېواد د پردېو له لاس وهنې وساتلای شي؟

ورځپاڼه د کندهار د پېښې په اړه په خپل وروستي تحلیل کې لیکي، چې په افغانستان کې امنیت یوازې د روغې جوړې له لارې ممکن دې، نه د بهرنیو ځواکونو د لافو او پټاکو له لارو.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل بحث کې د کندهار وروستۍ حملې د طالبانو د هغو هڅو برخه بللې، چې د ورځپاڼې په وینا لویدیځ ته په کندهار کې خپل پیاوړتیا ښودل غواړي.

ورځپاڼې وړاندې د دې پېښو په اړه د مشرانو جرګې غبرګون راخیستي، چې په کې د کندهار د ملکي او پوځي چارواکو د ګوښه کولو غوښتنه شوې.

د ورځپاڼې په وینا افغان سناتوران په دې باور دي، چې دا هر څه د دغه ولایت د چارواکو د ناغیړۍ له کبله پېښ شوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې ځینو هغو اندیښنو ته کتنه کړې، چې د کندهار وروستیو پېښو زیږولي.

ورځپاڼه لیکي اساسي پوښتنه داده، چې وسله وال په څه ډول په دې بریالي کیږي، چې په دومره شمېر کې ښارونو ته ننوځي او بیا ډله ایزه حمله وکړي.

د ورځپاڼې په باور د هېواد څارګرې ادارې باید خپل فعالیتونه ګړندي کړي او د مخالفینو پلانونه له عملي کېدو نه مخکې شنډ کړي.

ملي ارمان:


ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې مسئلې ته ځانګړې کړې، چې په کندهار کې د طالبانو وروستۍ حمله د یوې شپې او ورځې لپاره دوام وکړ.

ورځپاڼې د دې حملې په وړاندې د امنیتي ځواکونو چلند ته په اشارې لیکلي، چې د وسله والو پر ضد ځکه ګروپي مقابله ونه شوه، چې دوي په ځان وژونکو واسکټونو سمبال وو.
XS
SM
MD
LG