د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

طالبانو د خپلو خونړېو بریدو پیل له کندهاره وکړ


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو د اسامه بن لادن له وژنې د وروسته حالاتو په اړه د ځینو تحلیلونو ترڅنګ په کندهار کې د وسله والو مخالفینو په پرونۍ حملې هم بحثونه کړي، چې حمید مومند په لاندې یوه راپور کې رانغاړلي دي.

اراده:

ارادې خپلواکې ورځپاڼې د کندهار پرونۍ حملې ته په اشارې، چې ساعتونه یي دوام وکړ لیکلي، چې طالبانو د خپلو خونړېو حملو پیل له کندهاره وکړ.

د ورځپاڼې په وینا دا حمله وروسته له هغې شوې، چې د کندهار له زندان څخه شاوخوا پنځه سووه بندیان، چې زیاتره یي د دولت وسله وال مخالفین وو، په تیښته بریالي شول.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې لیکلي، چې په کندهار کې پرونۍ حمله د هغو بندیانو له خوا شوې وه، چې څه موده مخکې د سربوزې له زندان نه تښتیدلې وو.

ورځپاڼې وړاندې ځینې هغه سیمې په ګوته کړي، چې د طالبانو په پروني اقدام کې تر حملې لاندې نیول شوي، چې په هغو کې د والي دفتر او د ملي امنیت دفتر هم شامل وو.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د کندهار پرونۍ حملې د اندیښنې وړ بللی او چارواکو ته یي دا سپارښتنه کړې، چې په خپلو امنیتي نیمګړتیاو، چې د ورځپاڼې په وینا وسله وال مخالفین ترې ګټه پورته کوي، له سره کتنه وکړي.

ورځپاڼې د اسامه بن لادن د غچ اخستلو لپاره ددې شبکې د غړو هوډ او د طالبانو لخوا د حملو د زیاتولو خبرداري ته په اشارې لیکلي، چې امنیتي ادارې باید پدې برخه کې غافلګیره پاتې نشي.

د ورځپاڼې په باور که څه هم دا ډول حملې په اوسنیو شرایطو کې د وسله والو مخالفینو په ګټه کوم ډراماټیک بدلون نه شې راوستلې، خو په ښارونو کې د وحشت د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي.

ورځپاڼې وړاندې د کندهار ستراتیژیک موقعت خورا مهم بللې، چې د ورځپاڼې په وینا یو هر اړخیز امنیتي پلان ته اړتیا لري.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د کندهار پرونۍ پیښه د کرزي د حکومت د هغو خوش باورېو تر پوښتنې لاندې وړل بولي، چې د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر په اړه یی درلودلې.

د ورځپاڼې په باور د کندهار پرونۍ پیښې دا څرګنده کړه، چې په دغه ولایت کې موجوده امنیتي نظام د دښمن د نفوذ په وړاندې کمزورې دې او وسله وال په اسانۍ سره په کې نفوذ کولاې شي.

ورځپاڼې د هېواد په امنیتي چارواکو دا انتقاد هم کړې، چې د اسامه بن لادن له وژلو نه یوازې څو ورځې تیریږي او دوي باید د مخالفینو د هر ډول خوځښت په وړاندې خپل تدابیر نیولې وای.

خو افغانستان نا دولتي ورځپاڼې د دې ټولو اندیښنو برخلاف د امریکایي چارواکو په حواله لیکلي، چې د اسامه له وژلو وروسته په افغانستان کې د جنګ په بڼه کې به بدلون راشي.

ورځپاڼه لیکي، چې امریکایي چارواکي په دې باور دي، چې د اسامه له وژلو سره به د القاعده او طالبانو ترمنځ اړیکې هم خرابې شي او دا هغه څه دي، چې په افغانستان کې د جنګ په حالت خورا زیات اغیز کولای شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې هم د اسامه له وژلو وروسته د افغانستان حالاتو ته کتنه کړې او لیکلي، چې جنګ باید له افغانستانه وویستلې شي او د تروریزم اصلي مرکزونو ته یوړلې شي.
XS
SM
MD
LG