د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۰

وسله والو طالبانو د کندهار والي په دفتر او کور حمله کړې


وسله والو دا حمله د بدر عملیاتو یوه برخه بللې، چې څو ورځې مخکې دوی اعلان کړې وه
وسله والو دا حمله د بدر عملیاتو یوه برخه بللې، چې څو ورځې مخکې دوی اعلان کړې وه
د کندهار ښار په بیلابیلو برخو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې لا هم روانې دي، چې په کې تراوسه پورې د څلورو پولیسو په ګډون ټول دولس کسه ټپیان شوي.

ځایي چارواکو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، چې وسله والو طالبانو په یو وخت د کندهار د والي په کور، دفتر، د ملي امنیت په ادارې او د چوڼۍ په سیمه کې حمله کړې.

د ښار په بیلابیلو برخو کې د دیارلسو سترو چاودونو راپورونه ورکړل شوي او د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي ازادي راډیو ته ویلي، چې تراوسه پورې یې دوه ځان وژونکي حمله کوونکي له منځه وړي.

وسله والو طالبانو د دې حملو مسوولیت منلی او هغه یې د بدر د عملیاتو یوه برخه بللې، چې څه موده مخکې د دوی لخوا اعلان شوي.

زموږ د خبریال په وینا په کندهار روانې وضعې خلک اندیښمن کړي او چارواکو هم ورته په خپلو کورونو کې د پاتې کیدو امر کړی.
XS
SM
MD
LG