د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

ایران د القاعده له ډلې سره خپلې اړیکې غځولي ډي


خدمتګار نادولتي ورځپاڼې د ایران سپاه پاسداران په دې تورنه کړې، چې د القاعده ملاتړ کوي.

د ورځپاڼې په وینا ایران د امریکا او د هغې د لویدیځو متحدینو د ګټو په نښه کولو لپاره د القاعده شبکې لپاره جنګیالي جذبوي.

ورځپاڼه لیکي، چې د ایران سپاه پاسداران خپله زیاته پانګونه د القاعده په مصري قومندان سیف العادل کوي او دا ځکه، چې نوموړي په تهران کې وخت تیر کړې او له ایران سره ښې اړیکې لري.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د امریکا د کانګرس د یو رپورټ په استناد لیکلي، چې ایران په تدریجې ډول د القاعده له مشرانو سره خپلې اړیکې غزولي او په دې برخه کې یې زیات کار کړی دی.

ورځپاڼې وړاندې د اسامه د وژنې په اړه ځینو ټکو ته هم اشاره کړې، چې د سعودي په الوطن ورځپاڼه کې خپاره شوي.

ورځپاڼه لیکي، چې بن لادن د القاعده مصري غړو د امریکا لاس ته ورکړی او په دې لوبه کې سیف العادل هم شامل دی، چې په ایران کې له نهه کاله بند وروسته د پاکستان قبایلي سیمو ته ستون شوی.

‍خو ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د اسامه وژنه یوه معما بللې او په دې اړه یې ځینې پوښتنې راپورته کړي.

ورځپاڼه وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا د اسامه د مړي اوبو ته غورځول یوه اساسي پوښتنه بللې، چې په شویو عملیاتو کې د ده د وژلو په اړه پورته کیږي.

د ورځپاڼې په وینا له دې کاره داسې ښکاري، چې اسامه ډیر مخکې وژل شوی او د هغه وژنه پټه ساتل شوې وه.

ورځپاڼې دا خبره دومره مهمه نه ده بللې او لیکلي یې دي، چې مهم دا دی، چې د ترورزم پر ضد عملیات باید په هغو سیمو کې پر مخ یوړل شي، چې اسامه په کې موندل شوی.

هیواد دولتي ورځپاڼې هم دې پیښې ته په پام سره په یو مطلب کې نړیوالې ټولنې او په تیره بیا امریکا ته سپارښتنه کړې، چې نور نو افغان ولس باید د جګړې قرباني نه شي.

د ورځپاڼې په وینا د ترورزم د اصلي مرکزونو په اړه د افغان دولت دریځ له هم هغه پیله په واقعتونو ولاړ وو.

په کابل کې د عبداله او صالح ګډه غونډه بله مساله ده، چې د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو پرې خپل نظرونه څرګند کړي.

ویسا په دې اړه د ځینو افغان کتونکو نظرونه راخستي او لیکي، چې دوی دواړه د خپلو شخصي اهدافو لپاره له طالبانو سره د خبرو مخالفت کوي.

که څه هم ورځپاڼې لیکلي، چې د دوی دا ډول څرګندونې د سولې په بهیر کوم اغیز نشي کولی.

خدمتګار هم د عبداله او صالح دې ګواښ ته په اشارې، چې یو ځلې بیا به واټونو ته راوځي دا پوښتنه کړې، چې دا څوک دي، چې بیا واټونو ته راوتل غواړي؟

ورځپاڼې وړاندې د سولې د عالي شورا د مرستیال په حواله لیکلي، چې د دوی هڅې په دا ډول وړو اوازو نه زیانمنیږي.

هیواد هم خپل بحث دې مسالې ته ځانګړې کړې او لیکلي، چې د سولې په خلاف دریځ له ولس سره دښمني ده.
XS
SM
MD
LG