د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

اوباما له هغو سرتیرو مننه وکړه چې اسامه یې وژلی


اوباما له ځانګړو کومانډويي ځواکونو سره د لیندې پر وخت خبریالان له کوټې وایستل
اوباما له ځانګړو کومانډويي ځواکونو سره د لیندې پر وخت خبریالان له کوټې وایستل
د اسامه له وژنې پنځه ورځې وروسته ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د کنټاکي په ایالت کې د کمپ بیل پوځي اډې ته د دې لپاره ورغي څو ځانګړو ځواکونو د هغو سرتیرو څخه مخامخ مننه وکړي، چې په ایبټ اباد کې یې د اسامه بن لادن پر ضد په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

اوباما په دې پوځي اډې کې یو شمیر هغو سرتیرو ته چې تازه د افغانستان له دورې راستانه شوي و هم وینا وکړه.

دلته هغو کوماندو سرتیرو چې د اسامه پر کور عملیاتو کې یې برخه لرله، اوباما ته د هغه څه په اړه چې په عملیاتو کې پېښ شوي په جزییاتو او اول لاس معلومات ورکړل، ولسمشر اوباما هم دې سرتیرو ته د ولسمشر له لورې د لوړو جایزو د ورکړې اعلان وکړ، چې د امریکايي چارواکو په وینا په عملیاتو کې برخه اخیستونکي سرتیري به یې ترلاسه کړي.


اوباما په دې پوځي اډه کې هغو سرتیرو ته چې تازه د افغانستان له ماموریته راستانه شوې و وویل:

″دا زما لپاره یو فرصت وو، چې د ټولو امریکایانو او د نړۍ د خلکو په استازیتوب دې سرتیرو ته (چې د اسامه پر کور باندې عملیاتو کې یې برخه لرله ووایم)، دنده مو په ښه توګه ترسره کړه.″

اوباما وویل، د اسامه په وړاندې د عدالت ترسره کیدو وښوده چې د ده د افغانستان ستراتیژي کار ورکوي. نوموړي خپله هغه ژمنه تکرار کړه، چې د افغانستان څخه به په دې اوړي کې د سرتیرو ایستل پیلوي.

د بارک اوباما سره په دې سفر تللي خبریالان وايي، کله چې بارک اوباما د هغو ځانګړو کوماندويي سرتیرو سره چې د اسامه بن لادن پر کور یې عملیات کړي وو، کتل نو دا ډیره خصوصي او په ځانګړیو امنیتي ترتیباتو کې کتنه وه او خبریالان تر دې کتنه د مخه داوباما له ډلې بیل کړای شول.

په امریکا کې وروستۍ نظر پوښتنې ښيي، چې د اوسامه بن لادن په وژلو د اوباما د کار د تاییدونکیو شمیر په ناڅاپي توګه پورته تللی او اوس په سلو کې پنځوس کسان وايي، چې اوباما ښه کار کوي.

خو د څارونکیو په وینا ښايي د ملاتړو دا زیاتیدل لنډمهاله وي ځکه د رای ورکونې پر مهال ډیر امریکایان اقتصادي ستونزې د کارکموالي او دې ته ورته نور مسایل په پام کې نیسي.

اوباما په دې پوځي اډې کې سرتیرو ته وویل، د امریکا متحدو ایالتونو د اسامه بن لادن په وژلو د القاعده شبکې مشرتابه له منځه وړی دی:

″دا زموږ د هېواد لپاره ځانګړې اوونۍ وه، د تروریستانو هغه مشر چې زموږ پر هیواد یې د ۲۰۰۱ کال ‌د سیپټیمبر په ۱۱ مه بریدونه کړي وو، نور نشي کولی چې زموږ خلک تهدید کړي.″

خو نوموړي په عین حال کې خبرداری ورکړی، چې له دې سره به سخته جګړه په مخ کې وي.

د القاعده شبکې د جمعې په ورځ د خپل مشر اسامه بن لادن وژل کیدل تایید کړل خو خبرداری یې ورکړ، چې هرومرو به یې غچ واخلي.
XS
SM
MD
LG