د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

ورځپاڼې:اوس د اوسامه ملاتړي له ستر ګزار سره مخامخ شو


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن بیا هم خپل زیاتره مطالب د اسامه بن لادن وژنې او په دې اړه وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې کړي، چې حمید مومند ترې لاندې راپور برابر کړی دی.

ملي ارمان:

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د کورنیو چارو وزیر دې څرګندونو ته ځانګړې کړې، چې اسامه بن لادن د پاکستاني پوځ او استخباراتو تر بشپړ ملاتړ لاندې وو.

ورځپاڼې دې مسئلې ته په پام سره په خپله سرلیکنه کې نړېوالې ټولنې ته په خطاب کې لیکلي، چې پس له دې دې د پاکستان حکومت د تروریزم د ملاتړ کوونکي په توګه وپیژني.

ورځپاڼې لیکلي که څه هم افغانستان د پاکستان په وړاندې د یو نوي چلند خپلولو ته اړتیا لري، خو د ورځپاڼې په وینا نړېواله ټولنه او په تیره بیا امریکا باید په دې پړاو کې د پاکستان په وړاندې جدي چلند وکړي.

ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د امریکا د سي، ای، ای د مشر څرګندونې راخیستي، چې ویلي، د اسامه د وژلو لپاره د شوېو عملیاتو په اړه پاکستاني چارواکي نه وو خبر کړي.

د ورځپاڼې په وینا امریکا دا کار ځکه نه دې کړي، چې اساسي ویره دا وه، چې ممکن د پاکستاني چارواکو په خبرولو سره اسامه له پلان شوېوعملیاتو خبر شي.

ورځپاڼه لیکي، چې امریکایی ځانګړو ځواکونو په شوېوعملیاتو کې اسامه وواژه او بیا یي مړې په سمندر کې وغورزولو.

هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د اسامه وژنه د هغه ملاتړ کوونکوهېوادونو او کړېو ته یو ستر ګزار بللې او لیکلي، چې دوي باید له دې د عبرت درس واخلي.

ورځپاڼې د اسامه پاتې ملګرو او ملاتړ کوونکو ته سپارښتنه کړې، چې اوس یي وخت دې، چې خپله وسله په ځمکه کیږدي او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له افغانانو سره همکاري وکړي.

د بن لادن له وژلو وروسته په افغانستان کې د ناټو ماموریت برخلیک هم هغه څه دي، چې ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړي.

ویسا:
ویسا په خپل لومړي مخ کې د جرمني د زرغون ګوند دریځ راخیستې او لیکلي، چې د بن لادن په مړینې سره په افغانستان کې د ناټو ماموریت پای ته ورسېد.

ورځپاڼه لیکي، چې د جرمني زرغون ګوند په دې باور دې، چې په نړېوال حقوقي چوکاټ کې د دغه ماموریت د دوام لپاره نور نو کومه محوري توجیه نه ده پاتې او دوي باید په بیړه خپل فعالیتونه د ځان دفاع ته محدود کړي.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې هم تر ډیره په دې ټنیګار کړې، چې د اسامه له وژلو وروسته باید په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عملیات پای ته ورسولې شي.

ملي ارمان:
ملي ارمان بیا د یو امریکایي سناتور دا سپارښتنه راخیستې، چې د طالبانو مشر ملا عمر هم په پاکستان کې دې او باید له منځه یوړلې شي.

ورځپاڼې د دې سناتور دا سپارښتنه هم راخیستې، چې باید په پاکستان فشار زیات شي، څو د ملا عمر په نیولو او یا وژلو کې مرسته وکړي.
XS
SM
MD
LG