د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

اسامه له هغه کوره پیغامونه خپرول چې پکې ووژل شو


د ترورزم ضد څانګی مشر په امریکا کې د اسامه بن لادن په اړه نوي معلومات ورکړې دي. جان برینن وایي، اسامه بن لادن په هغه کور کې ترورستي فعالیت کاوه چې پکې ووژل شو. دا خبره په داسې وخت کې افشا شوې ده چې د کانګرس یو شمیر غړیو ویلي دي چې له پاکستانه باید د هغو میلیارډونو ډالرو پوښتنه وشي چې د ترورزم ضد جګړې لپاره یې له امریکا ترلاسه کړې دي. بریتانیا هم غواړي چې له اسلام اباده د اسامه بن لادن په اړه پوښتنې وکړي خو د بریتانیا صدراعظم په دې پوښتنو کې له احتیاطه کار اخلي.

د ترورزم ضد مبارزې په برخه کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما سلاکار وایي، اسامه ابن لادن مخکې تر دې چې په کوم کور کې ووژل شو پنځه شپږ کاله یې هلته ژوند کړی و.

په سپینه ماڼۍ کې د ترورزم ضد څانګې مشر جان برینن سي بي ایس تلویزیون ته وویل، وروستي تر لاسه شوې اطلاعات دا دي چې اسامه په همدغه کور کې پنځه شپږ کاله ژوند کاوه او عملا ده د کور بهر له نورو سره متقابل ارتباط نه لاره خو داسې ښکارې چې دی د کور دننه ډير فعاله و.

برینن زیاته کړه چې موږ پوهیږو چې اسامه ویډیویي او اډیویي پیغامونه خپاره کړې دي، نو ښکاره ده چې ده د القاعده له یو شمیر مشرانو سره اړیکي لرلې.

د ولسمشر اوباما سلاکار بیا څرګنده کړه چې هغه څه چې موږ یې اوس د پوهیدا هڅه کوو هغه دا دي چې اسامه په تیرو څو کلونو کې څه فعالیت کاوه او ووینو چې له دغه کوره چې اسامه پکې اوسیده څه معلومات ترلاسه کولای شو.

دغه حقیقت چې د القاعده شبکې مشر دومره ډیره موده په دې کور کې ژوند کړی دی، د امریکا د کانګرس یو شمیر غړي دې ته هڅولي دي چې د هغو میلیارډونو ډالرو پوښتنه دې وشي چې له طالبانو سره د جګړې لپاره له پاکستان سره مرسته شوې ده.
د امریکا د سنا د پوځي کمیټې مشر کارل لیواني وویل، د پاکستان استخبارات او پوځ باید ډير توضیحات ورکړي دا باید څرګنده کړي چې اسامه څرنګه په داسې لوی کور کې اوسیده چې شاوخوا یې نور کورونه دي. کارل لیواني بیا وویل چې دا ډیره ګرانه ده چې تصور یې وشي چې پوځ یا پولیس په دې خبر نه وي چې د دې کور دننه څه کیږي.

د بریتانیا صدراعظم ډویډ کامرون هم د سې شنبې په ورځ اندیښنه څرګنده کړه، ده وویل، دا هغه پوښتنې دي چې موږ یې کوو، دا هغه پوښتنې دي چې موږ یې ځواب غواړو. کامرون بیا وویل، موږ غواړو چې دا پوښتنې په پاکستان کې له هر یوه وکړو او د پاکستان له حکومته یې وکړو.

د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون زیاته کړه، د دې مسالې په اړه له اسلام اباد سره ډیر جروبحث د بریتانیا په ګټه نه دی.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په واشنګتن پوسټ ورځپاڼې کې ولیکل چې یو شمیر په امریکایي رسنیو کې داسې څرګندوي چې پاکستان له ترورزم سره په جګړې کې رښتونی نه دی یا تر دې هم بدتره دا چې ترورستانو ته پناه ورکوي خو داسې بې بنیاده اوازو ته ښایي خبرې رسنۍ وهوسیږي اما دا له حقیقته لرې خبرې دي.
XS
SM
MD
LG