د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

ایا د اسامه پیل شوې جګړه به په اسانه ختمه شي؟


اسامه بن لادن نور په دې نړۍ کې نه شته، دی داسې یو سړی و، چې په زرونو بې ګناه انسانان یې وژلي او د میلونونو نورو په زړونو کې یې ډار او وحشت ایجاد کړی و. خو هغه جګړه چې ده پیل کړې او کومه مفکوره، چې یې ایجاده کړې، لا هم ژوندۍ ده.

اسامه، القاعده شبکې ته قوي مورال، غښتلی مشرتابه او پراخ هویت ورکړ.
دا هېله هم شته چې د ده مړینه به د نړیوال جهادي تروریزم په تحرک یو څه اغیز وکړې. خو بیا هم د خواشنیۍ خبره دا ده، چې د اسامه مړینه به د القاعده شبکې د فعالیتونو د بندیدو سبب نه شي.

عید حسین چې په واشنګټن کې د بهرنیو اړیکو د شوری جګ پوړی غړی دی او دی په خپله د ځوانۍ او هلکتوب پر مهال د یوه بنسټ پالې اسلامې سازمان غړی و، د القاعده شبکې وژونکې مفکورې ته د خلکو د جذبیدو په قوت ښه پوهیږي.

حسین مني، چې د بن لادن مړینه به د تروریستانو روحیات کمزورې کړي، خو د القاعده شبکې په هغې مفکورې به زیات اغیز ونه کړي چې لویدیځ ته د کفر په سترګه ګوري او غواړي اسلامي خلافت جوړ کړي.

د حسین په فکر، حتی که د القاعده شبکې دوهمه درجه مشر ایمن الظواهري په دې نږدې ورځو کې هم ووژل شي، بیا به هم دغه شبکه ماته ګوډه نه شي. حسین وایي:

″حتی که ایمن الظواهري ووژل شي او هېله ده، چې ژر به ووژل شي، القاعده شبکه به په ټپه ونه دروي او دا ځکه چې القاعده یوه مفکوره ده. دا د مقابلې لپاره یو لید دی. همدا وجه ده چې افراد په کې لږ اغیز لري.″

په داسې حال کې چې د نړۍ په مختلفو برخو کې خلک د اسامه بن لادن په مړینې خوښۍ کوي، بې مناسبته به نه وي چې په ۲۰۰۱ کال کې د جمعه نمنګانې مړیني ته هم پام واړول شي.

نمنګاني د ازبکستان د اسلامي تحریک ډلې چې د مرکزي اسیا تروریستي سازمان دی، غښتلی پوځي مشر و. امریکایي ځواکونو د طالبانو د رژیم د ړنګولو په درشل کې، یعنې د ۲۰۰۱ کال په نومبر میاشت کې هغه وژلی و.

د نوموړي په وژلو سره د ازبکستان اسلامي غورځنګ ګډوډ شو، غړي یې هرې خواته خواره واره شول او هغه مهال دغه تحریک تقریباً د له منځه تلو په حال کې و.

خو نن سبا د ازبکستان اسلامي غورځنګ یو ځل بیا فعاله شوی او فعالیتونه یې د پاکستان له قبایلې سېمو څخه د افغانستان تر شماله او له هغه ځایه د مرکزي اسیا هیوادونو ته پراخ شوي دي.

براین شیریدن چې د جمهور رییس بل کلنټن په حکومت کې په دفاع وزارت کې د تنظیم شویو جرمونو د څانکې مشر و، په دې باور دی چې د االقاعده شبکې ګواښونه او حملې له منځه نه ځي.

سړی نه شي ویلاي چې دا ستونزه حل شوې، بلکې دومره کولای شو چې مخه یې ونیسو او ضرر یې کم کړو. دا ستونزه هیڅکله هم له منځه نه ځي.

حسین اندیښمن دی او وایي، القاعده شبکه به د اسامه له مړینې وروسته هم په اسلامي نړۍ کې اغیز ولري او همدا دلیل دی، چې امریکایانو د هغه مړی نه دی ښودلی او نه غواړي چې زیارت ورڅخه جوړ شي.

د نیو امریکن سیکوریټي مرکز کې د تروریزم ضد چارو کار پوه اندریو ایکزوم، د پاکستان د ونډې په اړه اندیښمن دی او دا هیواد یو خطر ناکه هیواد ګڼي:

ایکسوم وایي:

″زه لا هم فکر کوم، چې پاکستان د ځمکې پر مخ تر ټولو خطرناکه هیواد دی او په دې اړه مختلف دلیلونه شته. ځيني دلایل د بن لادن د وژلو پرمهال څرګند شول.

حقیقت دا دی چې اسامه بن لادن اسلام اباد ته نږدې په یوې شتمنې سېمې کې اوسیده. له دې څخه، القاعده شبکې او نورو تروریستي ډلو سره د پاکستان تړاو او یا هم د انکار کولو پیچیلیتا په ډاګه کیږي.″

د اسامه بن لادن په وژلو سره په پاکستان کې خلکو غبرګون ښکاره کړی او د امریکا پر ضد یې احساسات یو څه راپارویدلي دي.

که څه هم چې د اسامه بن لادن د پټ ساتلو پر سر د پاکستان او امریکا اړیکې خړپړ شوي او د پاکستان د وفادارۍ په اړه شکونه رامنځ ته کوي، خو په کومې طریقې چې نوموړی ووژل شو، ممکن عادي پاکستانیان د حکومت پر ضد راوپاروي.

د پوځي استخباراتو پخوانی او تجربه کاره څيړونکی، جان مکریري چې دا مهال د نایټ واچ په نامه خبري سرویس برابروي، وایي، امریکا باید د اسامه بن لادن د مړینې له وجې د قهرجنو پاکستانیانو د غبرګون تمه هم ولري.

مکریري په افغانستان کې د تروریزم ضد جګړې ته هم د شک په سترګه ګوري او وایي، طالبانو له اسامه بن لادن سره زیاتې اړیکې نه درلودې.

دی وایي، په تېر ماشت کې په افغانستان کې جګړې ډېرې سختې وې او په افغانستان باندې د شورویانو د یرغل راهیسې یې هیڅکله دومره شدت نه درلود. که څه هم چې د اسامه بن لادن مړینه به د ځینو طالبانو روحیات کمزوري کړي خو زیات اغیز به پرې ونه کړي.

مکریری وایي:

″ملا عمر له القاعده شبکې څخه ځان لیري ساتلی. په دې توګه، کوم وسله وال چې د طالبانو مشرتابه ته وفادراره دي، هغوي به جګړو ته دوام ورکړي.″

که خبره رالنډه کړو، د بن لادن مړینه ممکن را پیدا شوی انتقام او کینه سړه کړي خو کومه جګړه چې ده پیل کړې او شهرت یې ورکړی، د ده په مړینې به ختمه نه شي.
XS
SM
MD
LG